د بخښني سازمان: خالد ته بايد رايه ور نه کړل سي
۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سهشنبهانترفکس خبري آژانس د افغان رسنيو په حواله ليکلي دي، چي ولسمشر حامد کرزي د خپل هیواد د استخبارتو لوی رياست ته اسدالله خالد ټاکلی دئ. پر خالد باندی تور دئ، چي د مخدره موادو په قاچاق او اداري فساد کي لاس لري.
د دې له پاره چي خالد د افغانستان د استخباراتو د مشر په توگه وټاکل سي، هغه بايد له اولسي جرگې څخه د باور رایه ترلاسه کړي.
د بخښني نړيوال سازمان د افغانستان پر پارلمان ږغ کړی دئ، چي د کندهار پخواني والي او د سرحداتو وزير اسدالله خالد ته د باور رايه ور نه کړي.
د دغه سازمان په راپور کي راغلي دي:«په افغانستان کي د باوري سرچينو په حواله اسدالله خالد په کندهار کي د خپل ماموريت پر مهال، د هغه ځواک قومانده په لاس کي لرله، چي ډيری بې گناه افغانان ئې وژلي دي.»
دغه راز په راپور کي راغلي دي، چي اسدالله خالد په اداري فساد او د مخدره موادو په قاچاق کي ښکېل دئ.
خو اسدالله خالد دغه ټول تورونه ردوي:«زه دغه ټول تورونه ردوم، پر موږ باندي ځکه دغه شان تورونه لگول کيږي، چي غواړي د افغان دولت د پرمختگ پروسې ته تاوان ورسوي.»
افغان ولسمشر حامد کرزي دوې ورځي دمخه پخپله کابينه کي د بدلون په موخه څلور تنه وزيران د اعتماد رايي اخيستني له پاره ولسي جرگې ته د ورپيژندلو له پاره ونومول.
په نوو وزيرانو کي د کورنيو چارو پخوانی وزير بسم الله محمدي، چي څو ورځي دمخه د ولسي جرگې له خوا د باور رايه ځني واخيستل سوه د دفاع وزارت له پاره نومول سوی دئ.
اسدالله خالد چي اوس ورباندي د مخدره موادو په قاچاق کي دلاس لرلو تور لگول کيږي، د دغه هيواد د استخباراتو د لوی رياست له پاره ټاکل سوی دئ.
ولسمشر حامد کرزي د يوه فرمان په ترڅ کي اسدالله خالد د دغه رياست د سرپرست رئيس په توگه اعلام کړی دئ.
داسي ښکاري، چي که ولسي جرگه اسدالله خالد ته د اعتماد رايه هم ور نه کړي، نو نوموړی به د يو څه وخت له پاره د دغه رياست د سرپرست په توگه دنده تر سره کړي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش