د بایرن ایالت ډیر انساني قاچاق وړونکي نیولي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبهد جرمني فدرالي پولیسود بایرن ایالت له سرحد سره د همدې کال په لومړی ربع کي لږ مهاجر نیولي دي، خوبیا یې په عین حال کي د تیر کال همدغه وخت په مقایسه ډیر قاچاقبر نیولي دي.
د بایرن ایالت د فدرالي پولیسوویاند، توماس بوروویک الماني خبري آژانس ډي پي اې ته ویلي دي: «څرنګه چي ښه سرحدي کنټرول خپل تأثیرات پرې ایښي دي دا ممکنه ده، چي مهاجر ځانونه قاچاقبرو ته وسپاري، څو ژر ونه پيژندل سي او په اسانۍ سره راداخل سي.»
د همدې عیسوي کال له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتي پوري فدرالي پولیسو په بایرن ایالت کي وکړای سول، چي تر ۱۶۰ اضافه شکمن انساني قاچاق وړونکي ونیسي.(په ۲۰۱۸ م کال په عین وخت کي ۱۳۰ انساني قاچاق وړونکي نیول سوي ول.) په بایرن ایالت کي دا د ټوله جرمني په سطح نیمايي نیول سوي قاچاقبر وو.
فدرالي پولیسو همدارنگه تقریبأ ۳۴۰۰ داسي کسان راگرځولي دي، چي قانونې ویزې یې نه درلودې. دا د تیر کال دې مودې په نسبت (۴۱۷۰ تنه) ډیر لږ وو. پاته دي نه وي، چي د بایرن ایالت له لاري ډیر مهاجر جرمني ته د ورننوتو کوښښ کوي. د هغوی اکثریت له افغانستان، عراق، صربستان، ترکیې او مولداویا څخه ول.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 22.03.2016)