1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بايدن زوی د يوه اوکرايني شرکت له پاره کار کوي

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۶, جمعه

د امريکايي رسنيو د معلوماتو له مخي د متحده ايالاتو د ولسمشر د مرستيال جو بايدن، زوی هونتر بايدن، له اپريل مياشتي راهيسي د اوکراين د گازو د يوه شرکت له پاره کار کوي. آيا د بايدن مکلفيت سياست او اقتصادي گټي سره گډوي؟

https://p.dw.com/p/1C1Kv
انځور: picture-alliance/dpa

له يوه اوکرايني شرکت سره د هونتر بايدن، اړيکي د متحده ايالاتو د عامو خلکو له پاره چندان مهمه موضوع نه ده. والستريت ژورنال د پنجشنبې په ورځ رپوت ورکړی دی چي د امريکا د ولسمشر د مرستيال زوی له اپريل مياشتي راهيسي د بورسيما شرکت له پاره کار کوي. د امريکا د مشهورو ورځپاڼو څخه چي دغه خبر يې خپور کړی دی، يوه هم واشنگټن پست ده.

خو دغه ورځپاڼه پر دي موضوع نيوکه کوي. واشنگتن پست د هونتر بايدن دغه نوي مقام ته «د متحده ايالاتو نرم قدرت يا په اصطلاح سافت پاور ته يوه ستونزه» گڼي. له دغه «سافت پاور» څخه د ورځپاڼي هدف د اوکراين په کړکېچ کي د متحده ايالاتو ديپلوماتي او سياسي امکانات دي چي د بايدن له نوي دندې سره ښايي هغه خپل اعتبار له لاسه ورکړي.

د بايدن پر نقش باندي نيوکه

د نوموړي ورځپاني ليکوال وايي چي په بهر کي د امريکا سياست ته له اقتصادي گټو سره جوخت او له حرص څخه ډک گڼل کيږي: «د گازو په ستر چمتو کوونکي شرکت، بوريسما کي د بايدن نوی مقام به دغه انگيرنه تصديق کړي.» د مقالي ليکوال په خاصه توگه له دې قضيې سره چلند «شرمونکی» گڼي. په مقاله کي له لوستونکو څخه چي د موضوع په اړه «هک پک حيران» پاته دي، نقل قول شوي.

هغوی دې ته اشاره کوي چي د وال ستريت ژورنال د معلوماتو له مخي د اوکراين د پخواني ولسمشر يانوکوويچ يو اعتمادي سړی د بوريسما د انرژۍ د ستر شرکت شاته ته ولاړ دی.

سپينه ماڼۍ چپ پاته ده

سپينه ماڼۍ په نوموړي شرکت کي د بايدن کورنۍ د يو غړي د کار په هکله کوم اعتراض نه لري. د سپيني ماڼۍ وياند جي کارني، چي په دي هکله يې له زياتي تبصري څخه ډډه وکړه يوازي دومره وويل: «هونتر بايدن او د هغه د کورنۍ نورغړي د دې ټولني عام وگړي دي.»

په امريکا کي د اوکرايني ټولني له خوا ستاينه

د «امريکا د اوکرايني کانگرس» څخه، ميخايل ساووکيف د ولسشمر اوباما د وياند پر ځای په نوموړې قضيه کي دريځ ونيو او دويچه ويله ته يي په يوه لنډه وينا کي له دغي موضوع څخه دفاع وکړه.

ساووکيف چي د هغه ټولنه په امريکا کي د ۱،۵ ميليون اوکرايني نسبو خلکو د گټو استازيتوب کوي په نوموړي شرکت کي د بايدن کار ته په مثبت نظر گوري او د هغه شرکت له پاره يي ستره لاسته راوړنه گڼي.

هغه وايي چي په دي سره به د دواړو هيوادونو سياسي او اقتصادي اړيکي نوري هم ټينگي شي: «له ۲۵ کلونو راهيسي چي اوکراين خپله خپلواکي له روسيې څخه بيرته تر لاسه کړې ده، اختلاس دا هيواد سخت ځپلی دی. که چيري دا له دې سره مرسته وکړي چي خلک د اختلاس په ستونزو باندي سم پوه شي، دا خو ښه کار دی، که چيري دا د امريکا د ولسمشر د مرستيال زوی وي او که د اوکراين د کوم سياستوال زوی. مهمه دا ده چي له دغي ستونزي سره لاس او پنجه نرمه شي.»

ساووکيف د دې هرکلی کوي چي د امريکا د ولسمشر د مرستيال کورنۍ له اوکراين سره همکاري کوي: که څه هم دا په يوه بله سطح کي وي. دا ځکه چي: «هغه د اوباما په اداره کي د اوکراين له قضيې څخه يو ستر ملاتړ کونکی وو.»

خو په متحده ايالاتو کي د «امريکا - اوکراين د تجارتي شورا» رئيس مورگان وليايمز باالمقابل د امريکا ښه سنت ته اشاره کوي چي د حکومت او د کانگرس د غړو کورني بايد په هغو سازمانونو کي کار ونه کړي چي د هغوی د خپلوانو د سياسي ماموريت او نورو اړيکو سره يې پالنه کيږي.

سياست بايد له شخصي کار او بار څخه بېل وي

د وليامز، په نظر بايدن، د دي سنت پر ضد عمل کړی دی: «داسي ښکاري چي دلته کيدای شي چي د گټو يو تصادم رامنځ ته شي.» که څه هم وليايمز، د گټو د تصادم مشترک ټکي سمدلاسه نه ويني: «خو که چيري سړی د سياسي سکتور او شخصي کار او بار سر بيلول او د اختلاس پر ضد مبارزه غواړي، نو سړی بايد نه يوازي قوانين مراعات کړي، بلکي ظاهري شهرت هم.»