1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنرآسیا

د بالیووډ ستوری اکشی کمار هره ورځ د غويي میتیازې څښي

۱۳۹۹ شهریور ۲۲, شنبه

د بالیووډ مشهور ستوري اکشی کمار په یوه مرکه کې ویلي دي چې هره ورځ د غويي بولې يا ادرار څښي. ډیر شمیر هندوان د غوایي میتیازې درمل بولي. ډیري د دوی اوس په دې باور دي چې د غویي بولې د کرونا ویروس پر وړاندې هم مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/3iNdK
Indien Akshay Kumar
انځور: AP

د هندوستان ۳۵ کلن مشهور فلمي ستوري اکشی کمار په یوه انټرنټي مرکه کې ویلي دي: «زه هره ورځ د [ایور وېدا] طب د علم د قاعدې پر بنسټ د غويي بولې څښم.»

ایور وېدا چې په سانسکرت کې د «ژوند علم» معنی ورکوي په واقعیت کې د هند د عنعنوي طب میتود دی او ډير شمیر هندوان په دې عقیده دي چې د غويي میتیازې د کرونا ویرس پر ضد هم مرسته کوي، خو په دې ارتباط هیڅ علمي ثبوت شتون نه لري.

اکشی کمار دغه څرګندونې په یوې خپرونې کې د راڅرګندیدو له پاره د یوه تبلیغاتي ملاقات پر مهال کړي دي چې په هغې کې دا د «فیلانو د کود» چای څښي.

نوموړي په دې مرکه کې د توضیحاتو په ترڅ کې وویل چې په دې اړه یي هیڅ اندیښنه نه درلوده: «د دې پرځای چې اندیښمن اوسم، ډیر په هیجان کې وم. زه هره ورځ د هند د پخواني طب د علم په مبناء د غويي میتیازې څښم، له دې اړخه هیڅ ستونزه نه وه.»

اکشی کمار د هند د لومړي زویر نریندر مودي له سرسختو پلویانو څخه دی چې حکومت یي د شکرې او سرطان ناروغیو پر وړاندې د غويي د میتیازو او خوشایانو د احتمالي ګټو د معلومولو په خاطر د تحقیقاتو له پاره څو میلیونه ډالره د څیړونکو ادارو په اختیار کې ورکړي دي. خو تر اوسه پورې هیڅ کومې څیړنې د هغې وقایوي او یا هم دارويي تاثیرات نه دي ثابت کړي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: