د بالکان لاره په بشپړه توگه تړل سوې ده
۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبهد سلوانيا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ چي په راتلونکې کي به يوازي هغه مهاجر وکولای سي دغه هیواد ته ورسي چي هلته د پناه غوښتنه وکړي او يا نور بشري دلايل ولري.
د بالکان په لوېديځه حوزه کي سربستان هم دې ته ورته غبرگون ښوولی دئ. د دغه هیواد د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دئ، چي دوی هم غواړي له مقدونيا او بلغاريا سره په سرحدونو کي نوي قواعد پلي کړي. په دې سره نو د بالکان لاره عملاً بنده سوې ده.
د سربستان حکومت په انترنيت پاڼه کي لیکل سوي دي: «سربستان د دې توان نه لري چي د مهاجرو د راټولېدو ځای وگرځي.»
کرويشا چي هم د سلوانيا او سربستان ترمنځ ده، د خپلو گاونډيانو په شان ئې غبرگون ښوولی دئ. دغه هيواد د يونان او مقددونيا له سرحده د ورځي يوازي څو سوو مهاجرو ته د تېرېدو اجازه ورکوي. په يونان کي اوس نژدې ۳۶۰۰۰ مهاجر بند پاته دي.
خو د وضعيت د ښه کېدو په برخه کي هيلي سته. د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو په ازمير کي له خپل يوناني سيال الکسيس سيپراس، سره د ملاقات پرمهال ويلي دي چي د يونان او ترکيې ترمنځ همکاري «مرکزي» اهميت لري.