1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایډز پر ضد د مبارزې پریکړنده شیبه

۱۳۹۱ مرداد ۱, یکشنبه

نن په واشنگټن کې د ایډز نړیوال کنفرانس جوړیږي چي د جولای د میاشتي تر ۲۷نیټې به دوام وکړي. اټکل کیږي چې په دغه کنفرانس کي به شاوخوا ۲۵ زره تنه گډون وکړي. دا د ایډز پر وړاندي د مبارزې نوولسم نړیوال کنفرانس دئ.

https://p.dw.com/p/15cyA
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

د فرانسيکو په يوه روغتون کي يوه ډاکټره دیانه هاولیر چي له ۱۹۸۰ کلونو راهیسي په ایډز باندي د اخته کسانو درملنه کوي، وايي چي ددغه مرض د مخنيوي په اړه له نوو څیړنو څخه راضي ده او خپله خوشبیني داسې بیانوي:

«په تیرو درو کلونو کي د ایډز په اړه پلټنو کښي داسي د پام وړ پرمختګونه سوي دي چي په مرسته به ئې وکولای سو، په ایډز د اخته کسانو شمیر راکم کړو.»

د دغو پلټنو په نتیجه کي اوس داسي درمل تر لاسه سوي دي چي نه یوازي ئې کیفیت ښه دئ، بلکي میعاد ئې هم اوږد دئ او له بلي خوا د میکروبونو مخنیوی هم کولای سي.

اوس په لومړي ځل امریکایي چارواکو داسي درملو ته اجازه ورکړې ده چي تر ډيره ځايه د دغه ویروس د انتقال مخنیوی کوي. خو بیا هم پلټونکي سل په سله کي دغه درمل له ایډز څخه د خوندیتوب ضامن نه بولي. دغه نوي درمل د Truvada په نوم یادیږي.

له دغه ویروس څخه د ځان ساتلو په اړه په واشنګتن کي د نړۍ ۲۵ زره استازي چي په هغو کښي ډاکټران، سياستوال او پخپله ناروغان هم شامل دي گډون وکړي. په دغه کنفرانس کښي به تر ټولو د مخه د دغه ویروس په مقابل کي د واکسین، وقایې او درملني د نورو امکاناتو په اړه خبري اتري وسي.

له بلي خوا په نړۍ کي اقتصادي بحران ته په کتو سره، په واشنګتن کي به د دغه مرض په مقابل کي د مبارزې په اړه هم سلا مشورې وسي. د ایډز د تحقیقاتي مرکز يو کارکوونکی کریس کولینس، په دې نظر دئ:

«دا کار آسانه نه دئ، خو بیا هم په داسي حال کي چي د امریکا متحده ایالات او نور هیوادونه له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دي، باید په دې لاره کي تر کنترول لاندي پانګه اچونه وسي.»

په نړۍ کي تر اوسه پوري ۳۰ میلیونه انسانان د دغي ناروغۍ له امله له منځه تللي دي. ۳۴ میلیونه انسانان همدا اوس په دغه ویروس اخته دي او د ټولي نړۍ په کچه شپږ ميليونه انسانان چي د HIV په ویروس اخته دي، تر درملني لاندې دي. د کارپوهانو په نظر اوس هڅي رواني دي چي دغه شمیر دوه برابره سي.

په نړۍ کي له ایډز سره مبارزه په حقیقت کي د بشري حقونو له پاره یوه مبارزه ده. د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما دغه هيواد ته په ایډز باندي د اخته کسانو د سفر بندیز له منځه وړی دئ. خو اوباما خپله د ایډز په اړه په دغه کنفرانس کي برخه نه اخلي او د هغه پر ځای به د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن گډون وکړي.

شمدت فابیان / گل غوټې پوپل
کتونکی: سید ریاض