1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ايټاليا پوليسو يو غټ توغندی موندلی

۱۳۹۸ تیر ۲۵, سه‌شنبه

د ايټاليا پوليسو د ښي اړخو افراطي ډلو پر ضد د عملياتو او تحقيقاتو پر مهال يو له هوا څخه هوا ته توغندی، اتوماتې وسلې او یو شمیر «راکټ لانچر» موندلي دي. چارواکو ویلي دي چې د دومره ډیرو وسلو موندل کیدل بې ساري وو.

https://p.dw.com/p/3M8Vk
Italien Lenkrakete beschlagnahmt – Polizei findet Kriegswaffen bei Rechtsextremist
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Romano

د دوشنبې ورځې عملياتو پر مهال د نيول شويو کسانو په ډله کې د ښي اړخي ګوند «فورزا نووفا» يو پخوانی نوماند هم شامل دی. د هغه له کور څخه د توغنديو او مهماتو په ګډون يو «سکارپين» ډوله ماشين داره، د وسلو ۳۰۶ پرزې، پوځي برچې او تر ۸۰۰ ډيرې مرمۍ موندل شوې دي.

د دغو وسلو له ډلې څخه ډیر شمیر یې د اتريش، آلمان او امريکا متحده ايالتونو په هیوادونو کې چوړې شوې دي. پوليسو ويلي دي چې په کور کې د نوي نازيانو تبليغاتي مواد هم موندل شوي دي.
د ايټاليا پوليسو د موندل شوي ۲۴۵ کیلوګرامه «مونترا سوپر ۵۳۰ اف» ډوله توغندي په اړه ویلي دي: «د عمليات پر مهال يو له هوا څخه هوا ته بشپړ فعال توغندی چې د قطر پوځ له خوا کارول کيږي کشف او ضبط شوی دی.»

د پولیسو په حواله هغوی یو شمیر نوې اتوماتې وسلې هم موندلې دي.

يو ۴۲ کلن سويسي وګړی او يو ۵۱ کلن ايټالوی هم د هغې څیړنې په ترڅ کې نیول شوي دي چې پولیسو د هغو ایټالیاویانو په هکله پیل کړې وه چې باور کیده په اوکراين کې له روسي پلوه ياغيانو سره یوځای شوي وو.

پولیسو دا امکان چې ښايي دغو کسانو دې د یوه ترهګریز برید پلان لره رد کړی دی. د ترهګرۍ پر ضد چارو یوه چارواکي اوګینو سپینا، ویلي دي چې د اوس له پاره هغوی داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښيي نیول شویو کسانو د وسلو د کارولو پلان لره.

د دې امکان شته چې هغوی یوازې غوښتل د دغو وسلو له پاره پیریدونکي وموندي.

د ديګوس قانون پلي کولو آژانس چې په پراخه کچه د تروريزم او سازمان شویو جرمونو پر ضد مبارزه کوي، د پوليسو په همکاري له تورين څخه د ايټاليا په فورلي، ميلان، نووارا او واريس سیمو کې خپل عمليات ترسره کوي.

د دغه آژانس مشر کارلو امبارا، وويل چې څیړونکو يوه تيلفوني مکالمه اوریدلې وه. هغه په دې اړه زياته کړه: «اوس تر ټولو مهم کار دا دی چې موږ د دغو وسلو د پیریدو مخه ونیوله.»

ښي اړخي افراطي ګوند فورزا نواوا په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې اصلي نيول شوي تورن د دغه ګوند غړی نه دی. د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو سالويني، چې ښي اړخي دی تر اوسه يې د دغه عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

خو د ايټاليا د مرکزي کين اړخ ديموکرات ګوند اپوزيسيون (PD) بيا پر حکومت غږ کړی دی چې د ښی اړخه افراطيانو پر وړاندې لا ډير اقدامات وکړي. د اپوزيسيون پخواني مشر ماوريزو مارتينا، ويلي دي: «ښي اړخي افراطيان په دغه هيواد کې د جګړې د وسلو قاچاق کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې له څو اوونیو راهیسې د ايټاليا پوليسو په تورين کې د ښي اړخو افراطيانو پر ضد عمليات کړي دي. پوليسو د دغو عملياتو پر مهال يو بل کس هم د غیر قانوني وسلو د قاچاق په تور نيولی دی.

آژانسونه/ م ک ص/م ج