د ایران ولسمشر د خپلې دندې لوړه وکړه
۱۳۹۲ مرداد ۱۳, یکشنبهحسن روحاني د یکشنبې په ورځ د خپلې دندې لوړه وکړه. تیره ورځ د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي د هغه منظوري منلې وه. د لوړې په دغه مراسمو کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم ګډون وکړ. له افغان ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ملتیا کوي.
د مالیزیا پخوانی صدراعظم ماهاتیر محمد او د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو پخوانی مسوول هم د دغو مراسمو د ځانګړو میلمنو په کتار کې ول.
روحاني چې له ۱۹۸۰م کال څخه یې تر ۲۰۰۰م کاله پورې په پارلمان کې دنده تر سر کړې د روان کال د جون میاشتې پر څوارلسمه نیټه په ولسمشریزو ټاکنو کې خپلو سیالانو ته ماته ورکړه.
نوي ولسمشر دوه اوونۍ وخت درلود چې د خپلې کابیني وزیران معرفي کړي، خو روحاني د لوړې د مراسمو وروسته خپل پشنهادي وزیران معرفي کړل.
د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اګست دریمه) د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنه اي په رسمي توګه د حسن روحاني تاییدیدل منلي وو. خامنه اي د روحاني په ستاینه کې وویل:« د ولسمشر په توګه د داسې یو شحضیت په انتخاب کې چې څه د پاسه درې لسیزې یې د ایران د اسلامي جمهوریت په خدمت کې تیرې کړې، یو ښکاره پیغام نغښتی دی.»
خامنه اي له خپل نوي ولسمشر څخه وغوښتل چې د «لویدیځ پر وړاندې د جمهوري اسلامي له هدفونو څخه دفاع وکړي.» د ولسمشر په توګه د روحاني تر ټاکل کیدو وروسته دا هیلې پیدا شوې دي چې د ايران د اتومي چارو دغه پخوانی مرکچي به له لودیځ سره د خپل هیواد د اتومي شخړې د حل له پاره هڅه وکړي.