د ایران نوي ولسمشر یهودانو ته د نوي کال مبارکي وویله
۱۳۹۲ شهریور ۱۴, پنجشنبهد روحاني په تویتر پاڼه کې په انګلیسي ژبه د نړۍ یهودانو ته د هغوی د نوي کال په مناسبت مبارکي ویل شوې ده. په دې پیغام کې راغلي دي: «په داسې حال کې چې دلته په تهران کې لمر د کښیناستو په حال کې دی، زه ټولو یهودانو او بیا په ځانګړې توګه ایراني یهودانو ته د روش هشانا [د یهودانو نوی کال] په مناسبت مبارکي وایم.»
دا په داسې حال کې ده چې ایران او اسرائیل له یو بل سره ډیر ترینگلې اړیکې لري. دغه پیغام د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني، چې تیره میاشت یې په کار پیل وکړ یو څه نرم دریځ ښيي.
تر روحاني مخکې د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد ویلي وو چې هولوکاست (د یهودانو ټولوژنه) حقیقت نه لري. د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد، نه یوازې هولوکاست غیرواقعې باله، بلکه د نړۍ له نقشې څخه یې د اسرائیلو د پاکیدو غوښتنه هم څرگنده کړې وه. د یهودانو نوی کال د سپتمبر په پنځه او شپږمه نیټه لمانځل کیږي. اوس د یهودانو د جنتري له مخې ۵۷۷ کال دی.
په تویتر کې یهودانو ته د نوي کال تر مبارکي مخکې روحاني د خپل هیواد د دیني عالمانو یوه مجلس «مجلس خبرگان» ته یوه وینا وکړه او له هغوی څخه یې غوښتي وو چې د ټولنې پر وړاندې خپل «تنگ نظری لیدلوری» له منځه یوسي.
روحاني همداراز د خپلو خبرو په پای کې وویل چې پر ایران باندې د دغه هیواد د اتومي پروگرام له کبله نړیوال تحریمونو باید جدي ونیول شي.
امریکا متحده ایالات پر ایران باندې تور لگوي چې د اتومي وسلو د جوړولو هڅې کوي، خو ایران تل دغه تورونه ردوي او وایي چې اتومي پروگرام یې یوازې سوله ییز اهداف لري. اوس ایران د خپل اتومي پروگرام له کبله تر سختو نړیوالو تحریمونو لاندې دی چې له کبله یې دغه هیواد له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.