1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران او القاعدې اړیکي ترینگلي وې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د امریکا دولت د اسامه بن لادن د وژل کیدو د لومړۍ کلیزي پر مهال د هغه له کور څخه موندل شوي ځیني اسناد افشا کړي دي. دا اسناد ښیي چې د لقاعدې او ایران تر منځ اړیکي ډیر وخت بې خونده او له مخالفتونو ډکي وې.

https://p.dw.com/p/14pPt
انځور: AP

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتي تر بریدونو وروسته ایراني چارواکو د القاعدې پر لوړپوړو او عادي غړو سربیره د هغوی د کورنۍ غړي په بند کي ساتلي ول. په دغو کسانو کې د اسامه بن لادن د کورنۍ یو شمیر غړي هم شامل ول. د دې اسنادو له مخي ایراني چارواکو په ځینو مواردو کي ان وعده کړې ده چې دغه بندیان به ازاد کړي او کیدای شي چې دا کار ئې تر سره کړی هم وي.

دا په داسي حال کي ده چې د ایران یو شمیر کارپوهان وايي چې د ایران او القاعدې اړیکي دومره هم له خصومت څخه ډکي نه وې او کله نا کله ایران له القاعدې سره همکاري کوله.

ځیني امریکایانو خو ویلي ول، چې ایران د سپتمبر په بریدونو کي لاس درلود او دا چې تر دې بریدونو وروسته ایران د القاعدې غړو ته پټنځایونه برابر کړي ول چې بیا دغو کسانو په افغانستان کي بریدونه تر سره کول.

دا په داسي حال کې ده چې ایراني چارواکي له القاعدي سره د اړیکو درلودلو او له هغوی سره د همکارۍ له کولو انکار کوي او وایي چي له القاعدې سره ئې هیڅ وخت همکاري نه ده کړې.

د ویست پواینت د پوځي اکاډمۍ د تروریزم سره د مبارزې مرکز، د افشا شوو اسنادو په اړه یوه څېړنه تر سره کړې ده. په دې څیړنه کې راغلي دي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د میاشتې تر بریدونو وروسته القاعدې ایران ته تر افغانستان وروسته د خپل دوهم پټنځای په سترگه کتل.

په دې څېړنه کې راغلي دي چې د اسامه مرستيال سیف العادل، ویلي ول چې القاعدې له گلبدین حکمتیار سره اړیکي ټینگي کړې وې. حکمتیار په هغه وخت کي له ایران سره ښې اړیکې لرلې.

ویل کیږي چې هغه وخت چې د اسامه دې مرستيال دغه لیکنه کړې وه په ایران کې د القاعدې له یو شمیر نورو غړو او د هغوی له کورنیو سره یوځای بندي وو.

د بندیانو ازادول

په هغو اسنادو کې چې د امریکايي سرتیرو له خوا د اسامه بن لادن په کور کي موندل شوي ول یو داسي لیک هم موجود دئ چې په ۲۰۰۹ کال کې لیکل شوی دئ او پکښي د القاعدې یوه غړي اسامه بن لادن ته ویلي دي چې د ایران دولت د القاعدي یو شمیر غړي ازاد کړي دي او د یو شمیر نورو د ازادولو پلان لري.

په څیړنه کي راغلي دي چې ایران له القاعدې سره دا کار د ښه نیت له مخي نه وه تر سره کړی، بلکي دا کار ئې په پیښور کي د یوه ایراني دیپلومات د ازادیدو په بدل کې چې د القاعدې له خوا یرغمل نیول شوی وو تر سره کړی وو. دا ایرانی دیپلومات بیا په ۲۰۱۰ کال کې ازاد کړای شو.

په لیکونو کې د بن لادن د کورنۍ د غړو د ازادیدو د څرنگوالي په هکله څه نه دي ویل شوي. ویل کیږي چې د بن لادن یو زوی چې په ایران کې بندي وو په ۲۰۰۹ کال کې ووژل شو.

د څیړني له مخي د ایراني دولت په پاکستان کې د ایراني دیپلومات تر ازادیدو وروسته هم د اسامه بن لادن یوه لور او د هغې میړه، په بند کي وساتل. اسامه بن لادن په یوه لیک کې د خپلي لور د ازادیدو غوښتنه هم کړې وه.

په څېړنه کي راغلي دي چې دا یو معلومه خبره ده چې د ایران او القاعدې تر منځ اړیکي خړي وې. خو هغه خبره چي په بشپړه توگه معلومه نه ده دا ده چي، ولې ایراني چارواکو د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي پرته له دې چې دوسيې ئې وڅیړي، د ډیرو کلونو له پاره له ځانه سره وساتل.

په څیړنه کې د ایران د دې کار له پاره دوه لاملونه په گوته شوي دي لومړی دا چې کیدای شي ایران د القاعدې د مشر د کورنۍ غړي له ځانه سره د دې له پاره ساتل چي غوښتل ئې په راتلونکې کي پر ایران د القاعدې د بریدونو مخه ونیسي، او دوهم دا چي کیدای شي ایران غوښتل په راتلونکې کي له امریکا سره معاملې وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض