د ایراني تري تم شوو سرحدي ساتونکو لانجه
۱۳۹۲ بهمن ۳۰, چهارشنبهوروسته له هغې چې د ایران د «سیستان بلوچستان» په ایالت کې شپږ تنه ایراني سرحدي ساتونکي لادرکه شول، ایران پاکستان دغه سرحدي سیمي ته د پوځ د لیږلو خبره کړې ده. پاکستاني چارواکو په ځواب کې ویلي دي چې هیڅ داسې شواهد یې نه دي موندلي چې دغه ایراني سرحدي ساتونکي دې د پاکستان د خاورې په دننه کې وي. ویل شوي دي چې دغه کسان د یوې افراطي سني ډلې له خوا «یرغمل نیول شوي دي.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي، د دوشنبې په ورځ ویلې وو که چیرې پاکستان د ترهګرو پر ضد د عملیاتو په هکله اړین ګامونه پورته نه کړل نو ایران به د پاکستان خاورې ته د خپلو سرتیرو پر استولو فکر وکړي.
د رویټرز د خبري آژانس په حواله د فضلي د دغې وینا په غبرګون کې د پاکستان حکومت ویلې دي: «د نړیوالو قوانینو پر اساس ایران هیڅ حق نه لري چې زموږ تر پولو را واوړي. مونږ باید یو د بل سرحدونو ته درناوې وکړو.»
د اسلام آباد د حکومت په دغه بیانیه کې زیاته شوې ده: «د پاکستان حکومت د هغه عنوان شوي تور له امله خواشیني څرګندوي، چې ګواکې د دغې پيښې په برخه کې دې پاکستان بې پروايي کړي وي. په داسې حال کې چې په تیرو وختونو کې ایران تل د ترهګرو ډلو پر ضد د پاکستان فعاله همکاري تائید کړې ده.»
پاکستاني چارواکي وايي چې دوی د دې موضوع په هکله د تهران له حکومت سره په تماس کې دي. د دغو چارواکو په خبره دوی په خپلو سرحدي سیمو کې د دغو ایراني سرحدي ساتونکو لټون وکړ، خو هغوې يي و نه موندل.
د آلمان خبري آژانس « ډي پې اې» د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلې دي چې په پاکستان کې د ایراني یرغمل شوو سرحدي ساتونکو د موجودیت په اړه هیڅ ثبوت نه شته. دغه وزارت زیاتوي: «امکان لري یرغمل شوي ایراني ساتونکي د ایران د خاوری په دننه کی چیرته پټ ساتل شوې وي.»
ایراني چارواکي وايي چې ترهګر د فبرورۍ پر شپږمه نیټه د ایران په «سیستان بلوچستان» ایالت کې د سرحدي پولي پنځه شپږ کیلومتره وراوښتي او د دوی ۵ تنه ساتونکي یې یرغمل نیولي او بیا يي پاکستان ته انتقال کړي دي.
د « جیش العدل» په نامه سني ترهګرې ډلۍ د ټویټر له لاری په خپل یوه پيغام کې د دغو ایراني ساتونکو د یرغمل نیولو مسوولیت پرغاړه اخیستې دی. د رویټرز په حواله سمدلاسه د دغه پیغام د مستندیدو تصدیق نه دی شوی.
په کومه سیمه کې چې دغه پيښه رامنځته شوې ده دغه سیمه د زورزیاتي د پيښو او مذهبي مسایلو له امله شهرت لري. د رویټرز خبري آژانس په حواله د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف واک ته تر رسیدو وروسته د اسلام آباد اړیکي له سعودي عربستان سره چې د ایران مخالف دی ډیرې نزدې شوي دي. دا خبره هم مهمه ده چې سعودي عربستان نواز شریف ته د هغه د جلا وطنې پر مهال پنا ورکړی وه.