د اپل شرکت ای فون ۷ بازار ته وړاندې کړ
۱۳۹۵ شهریور ۱۸, پنجشنبهاعلان
هر کال د اپل شرکت د سپتمبر په میاشت کښې یوه غونډه جوړوي چې پکښې نوي تولیدات معرفي کوي او په تیره یوه لسیزه کښې اپل تل د ای فون موبایلونو یا گرځنده تلیفونونو بیلابیل ډولونه بازار ته معرفي کړي دي. خو سږ کال اپل د ښه چارج ساتونکي یو نوی ساعت هم معرفي کړ. د دې ساعت بله ځانګړتیا د هغه چټکتیا او د جی پی ایس سیستم دی چې د تیرې چهار شنبې په ورځ د امریکا په سن فرانسیسکو کښې د یوې غونډې په ترڅ کښې معرفي شول.
د اپل شرکت مشر، تیم کوک وویل چې تیر کال له رولیکس ساعتونو وروسته د اپل ساعتونو په پلور کښې دویم ځای خپل کړ او په دې سره له فوسیل ساعتونو وړاندې شو.
د اپل شرکت عملیاتي مشر، جیف ویلیم په حواله د اپل ساعت په بشپړه توګه تغیر کړی. هغه وايي چې له ساعت سره اوس کولای شئ چې تر ۵۰ مترو پورې اوبو کښې لامبو وکړئ. په امریکا کښې د اپل ساعت ۲ بیه ۳۶۹ ډالره ټاکل شوې.
ای فون ۷ او سپکې غوږۍ
د اپل شرکت د روان کال بل تولید ای فون ۷ دی. دا ځل ایفون ۷ په اوو رنګونو کښې بازار ته وړاندې شو. په نوي ای فون کښې هم پرمختللې ځانګړتیاوې اضافه شوي دی. غوره کامره، د لړزې نوی سیستم، او ډیره حافظه یې نورې ځانګړتیاوې دي.
په ای فون ۷ کښې نوی بدلون د هیډ فون جېک د ځای نشتوالی دی چې له دې امله څوک نه شي کولای سیم لرونکي هیډفون ورسره وکاروي. دا ځل ای فون د سیم لرونکي هیډفون پر ځای بې سیمه معرفي کړي دي.
د اپل شرکت مشر، ټیم کوک وویل چې د اپل شرکت له پاره ۲۰۱۵م کال تر ټولو بریالی وو ځکه دې شرکت ۲۳۴ میلیارده ډالر عاید لره او د دې عاید ۶۲ سلنه د امریکا په بازار کښې ترلاسه شو. دغه عاید د فینلنډ، ایرلینډ او یا د چیلي هیوادونو له خالص کلني عاید سره برابر دی.
اعلان