د ايساف او پاکستاني جنرالانو پر غونډه بريد سوی
۱۳۹۰ تیر ۳, جمعهپه افغانستان کي د سوله ساتو ځواکونو جنرالانو له يو شمير پاکستاني لوړ پوړو افسرانو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډي پولي پر سر د را پورته سوي وروستۍ لانجي پر سر خبري کړي دي.
په تيرو دوو اونيو کي د پاکستان له اړخه په لسګونو توغندي د افغانستان د کونړ ولايت په اړوندو سرحدي ولسواليو لګيدلي چي په پايله کي يي شاوخوا شل تنه ملکي او پوځي افغانان مړه او ژوبل سوي دي.
که څه هم په ختيځ کي د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال امين الله امرخيل څو ځله له مرکزي دولته د متقابل ځوابي بريد د تر سره کولو لپاره د اجازي غوښتنه کړې خو داسي ښکاري چي تر اوسه افغان مرکزي دولت د غي غوښتني ته خوله پټه ساتلي ده.
وينا پاڼه وايي چي د جرګې پر مهال ناپيژاندو وسله والو پر جلسه يرغل وکړ چي سمدلاسه د ايساف چورلکي سيمي ته ور ورسيدې او بريد کونکي يې پر شا وتمبول.
د زيارت قشله د افغانستان د ننګرهار او د پاکستان د مهمند اجنسۍ تر منځ واقع ده.
د ايساف په وينا پاڼه کي راغلي چي جلسه بې پايلي پای ته ورسيده او د چريکانو په بريد کي نه د ايساف او نه هم د پاکستاني ځواکونوپلاوي ته تاوان رسيدلی.
د پاکستان د پوځ له بريګيډر جنرال خټک عثمان نه په حواله راغلي چي دوی د ايساف ځواکونو د دغه بريد هرکلی وکړ چي په ترځ کي يې وکړای سوای له يوې زړه بګنونکي پيښي مخ نيوی وسي.
د ګڼ مليتيزه ځواک په وينا پاڼه کي راغلي چي دمګړۍ د پاکستان له خاوري د افغانستان د کونړولايت په ناړي، نرنګ، اسمار، سرکاڼو او شيګل ولسواليو د هاوانونه بريدونه چي دليل يې ندی څرګند دريدلي او د پيښي په باب د دري اړخيز کمېسيون د استازو له لوري څيړني پيل سوي دي.
تر اوسه نده څرګنده چي دغه بريد د چا له لوري تر سره سوی دی خو معمولاً دغه پيښي د قبايلي طالبانو له لوري تر سره کيږي.
له بل لوري د ايساف ځواکونو يوه چاپي اعلاميه چي همدا نن دويچه ويله ته په کابل کي رسيدلې، کاږي چي د ځواکونو يوه پوځي چورلکه په جنوبي زابل ولايت کي را لويدلي ده.
د پيښي علت ندی څرګند او دا منل سوې چي په دغه پيښه کي د چورلکي سپرليو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
طالبانو ويلي چي بريد دوی کړی او د چورلکي پر دوو پيلوټانو سربيره يې لس تنه امريکايي پوځيان له مينځه وړي دي.
دا هغه ادعا ده چي ايساف ځواکونو او بلي کومي خپلواکي سرچيني نده تايد کړې.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل