د ايران پخوانی جمهور رئيس رفسنجاني ومړ
۱۳۹۵ دی ۱۹, یکشنبهاعلان
د ايران د فارس خبري آژانس د راپور له مخي ډاکټرانو ۹۰ دقيقې تلاښ کړی وو چي د ايران پخوانی جمهور رئيس له دغي حملې وژغوري، خو بريالي نه سول.
رايراني رسنيو ويلي دي چي د هغه روغتون مخي ته چي رفسنجاني پکښې وفات سوی دئ په سونو ايرانيان راټول سوي دي. د ايران جمهور رئيس حسن روحاني او نورو سترو چارواکو هم خپل ځانونه ياد روغتون ته رسولي دي.
رفسنجاني په ۱۹۷۹م کال کي د ايران په اسلامي انقلاب کي ستره ونډه لرله. دغه انقلاب د ايران د شاه د سقوط سبب سو. رفسنجاني د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ ايښوونکي آيت الله روح الله خمينی نژدې ملګری وو. رفسنجاني د ۱۹۸۹ کال څخه تر ۱۹۹۷م کاله پوري د ايران جمهور رئيس وو.
هغه په ۲۰۰۵م کال کي هم ځان جمهوري رياست ته کانديد کړ، خو په دوهمه دوره کي احمدي نژاد انتخابات وګټل