1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین ټاکني يوه کميډين ګټلي دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲, دوشنبه

د اوکراین د جمهوري ریاست په دوهم پړاو ټاکنو کې کميډين ولاديمير زیلینسکي له خپل سیال پېترو پوروشېنکو څخه په لوی توپیر مخکی دی. زیلینسکي د هیواد په ختیځ کې د جګړې د ختمولو هوډ څرګند کړی دی.

https://p.dw.com/p/3HDSU
Ukraine | Präsidentschaftswahlen | Volodymyr Selenskyi bei seiner Pressekonferenz
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/S. Grits

د کورنۍ جګړې ځپلي هیواد اوکراین نوی ولسمشر به د تلویزون ستوری او کميډين ولاديمير زیلینسکي وي. د لومړنیو رایو د شمیرولو له مخې په دوهم پړاو ټاکنو کې ۴۱ کلن زیلینسکي شا او خوا ۷۲ سلنه رای گټلي دي. په ۲۰۱۴م کال کې ټاکل شوي ولسمشر پېترو پورو شینکو بیا ۲۵ سلنه رای ګټلي دي.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې پوروشینکو خپله ماتې منلې ده او د ټاکنو ګټونکي ته یي مبارکي ویلې ده. ۵۳ کلن پورو شینکو ویلي دي چې له ولسمشرۍ به لاس پر سر شي، خو له سیاسي صحنې به و نه وځي. هغه ویلي دي چې غواړي یو غښتلی اپوزیسیون جوړ کړي: «زه به په راتلونکي کې هم په سیاست کې پاته شم او د اوکراین له پاره به مبارزه وکړم.»

Ukraine | Präsidentschaftswahlen | Reaktion Poroschenko
پېترو پورو شینکو، وایي چې خپلو سیاسي هلو ځلو ته به ادامه ورکړيانځور: Reuters/V. Fedesenko

سوله

زیلینسکې د اوکراین له ولس سره ژمنه کړې ده چې «زه به تاسو هیڅکله ناهیلي نه کړم.» د تلویزون دغه ستوري اعلان کړی دی چې د نوي ولسمشر په توګه به لومړی د هیواد په ختیځ کې د جګړې ختمولو په برخه کې هلې ځلې وکړي. د زیلینسکي په خبره «موږ به خبرو اترو ته ادامه ورکړو» او تر اخره به ولاړ شو، څو یو اوربند ټینګ شي.

له ۲۰۱۴م کال راهیسې د اوکراین په دونیڅک او لوهانسک سیمو کې حکومتي ځواکونه له روسي پلوه بیلتون غوښتونکو سره جنګیږي. د ملګرو ملتونو په وینا په دغه جګړه کې شا او خوا ۱۳۰۰۰ انسانان وژل شوي دي. د آلمان په منځګړتوب د مېنسک د سولې پلان له کلونو راهیسې په ټپه ولاړ دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اوکراین کې د یوه نوي فرصت له پاره د نوي پېل هیله څرګنده کړې ده.

لویدیځ پلوه زیلینسکي د هغو هیوادونو له پاره لکه چې د اوکراین په څیر يي له پخواني شوروي اتحاد سره تړاو درلود د ټاکنو پایلې د یوه زیګنال په توګه ارزولي دي. هغه ویلي دي: «د اوکراین د یوه تبع په توګه د پخواني شوروي اتحاد ټولو هیوادونو ته وایم: موږ ته وګورئ! هر څه ممکن دي!»

زیلینسکي چې د حقوقو په برخه کې یې لوړې زده کړې دي، انتقاد کوونکي يي د هیواد راتلونکي له پاره پرته له یوه پروګرامه د عوامپاله په توګه یادوي. هغه د روان میلادي کال له پیل راهیسې په سیاسي فعالیت پېل وکړ او د ډیرو اوکرایني وګړو له پاره همدا دلیل وو چې هغه ته خپله رای ورکړي.

(sr/nz (afp, dpa, rtr