د اوکراین د سولې بهیر له گواښ سره مخامخ شوی
۱۳۹۳ آبان ۱۳, سهشنبهد اوکراین په ختیځ کې ترسره شویو ټاکنو د دې هیواد د سولې بهیر ته سخت تاوان رسولی دی. په داسې حال کې چې بیلتون غواښتونکي د خپلې بریا پر لمانځنې بوخت دي، د اوکراین ولسمشر ویکتور پوروشینکو، ویلي دي چې هغه پر «نوې ستراتیژي» باندې کار کوي.
د اوکراین په ختیځ کې د جنجالي ټاکنو تر سرته رسیدو وروسته، پوروشینکو گواښ کړی دی چې د سولې بهیر په ختم شوی اعلان کړي.هغه ټینگار کړی دی چې بیلتون غوښتونکو په لوهانسک او دونیڅک کې د تاکنو له په لاره اچولو سره د مینسک تړون مات کړی دی. د هغه په خبره له همدې کبله د کیف حکومت اوس پر خپلې ستراتیژۍ باندې کره کتنه کوي.
پوروشینکو غواړي هغه قانون بیرته واخلي چې له مخې یې بیلتون غوښتونکو ته د درو کلونو له پاره خودمختاري او معافیت ورکړل شوی وو. هغه ټینگار کړی دی چې د دې قانون موخه له سولې سره مرسته کول وو. د پوروشینکو په خبره د یکشنبې د ورځې ټاکنو د سولې ټول بهیر له گواښ سره مخامخ کړی دی او د دونیڅک وضعه یې د پام وړ خرابه کړې ده. اوکرایني ولسمشر په دې اړه د سه شنبې په ورځ د خپل ملي امنیت شورا دفاع شوراگانو سره خبرې اترې کوي.
د لویدیځو هیوادونو نیوکه
روسیې د اوکراین په ختیځ کې د ټاکنو له په رسمیت پیژندلو سره د لویدیځ پر وړاندې دریځ نیولی دی. امریکا متحده ایالاتو دغه ټاکنې «غیر قانوي او جعلي» بللي او هغه یې غندلې دي. د واشنگټن په حواله د ټاکنو په لاره اچوونکو د دغه بهیر تر ټولو معمول اصول تر پښو لاندې کړې دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، هم پر روسیې باندې غږ کړی دی چې د اوکراین په بې ثباتي کې ونډه وا نه خلي. هغه دویچه ویله ته ویلي دي چې دغه ټاکنې د مینسک د تړو ن د ماهیت او روحیې خلاف دي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاستي همغږې کوونکي فیدریکا موگوریني، ویلي دي چې دا اقدام به د سولې راوستلو له پاره هڅې نورې هم پيچلې کړې.
د مینسک په تړون کې چې دوه میاشتې مخکې د کیف او بیلتون غوښتونکو تر منځ رامنځ ته شو راغلي دي چې په دونیڅک او لوهانسک کې به اوربند رامنځ ته کیږي او ټاکنې به په کې د اوکراین د قانون له مخې په لاره اچول کیږي.
بیلتون غوښتونکو بیا د ټاکنو له موضوع څخه له اوکراینه د بیلیدو په موخه کار اخیستی دی. د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو مشرانو ویلي دي چې اوس یو «ټاکل شوی مشر لري او له دې کبله نور اوکراین پورې تړلې نه دي».