د اوکراين پوځ په ختيځ کي تعرضي عمليات پيل کړل
۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۲, جمعهد بېلتون غوښتونکو يوه وياند د روسيې د انترفکس خبري آژانس ته ويلي دي چي د مسکو پلوو «له ځانه دفاع» يو شمېر کسان ټپيان سوي دي. هغه ويلي دي چي ښار ته د ورننوتلو په لارو کي د تلاښيو پر څو پوستو باندي بريدونه سوي دي. د فرانسې خبري آژانس خبريال په سيمه کي فيرونه او درنې چاودني اورېدلي دي.
د بېلتون غوښتونکو مشر ويچسلاو پونوماروف، انترفکس ته ويلي دي چي د دوی يو جنگيالی وژل سوی دی او دوی بيا په مقابل کي د اوکراين دوې پوځي څرخۍ الوتکي ويشتلي دي. د هغه په خبره یو پيلوټ وژل سوی دی او يو بل يې نيولی دی او د الوتکو دوه تنه نوره خدمه تښتېدلي دي. دغه خبر هم تراوسه پوري تائيد سوی نه دی.
د اوکراين د کورنيو چارو وزارت يوه کارکوونکي ارسن اواکوو رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي هغه نسي کولای د دغه خبر په اړه تبصره وکړي. هغه ويلي دي: «ترهغه وخته پوري چي ټول کارونه خلاص سوي نه وي، موږ هيڅ نه وايو.»
آژانسونه: سلوويانسک حکومتي ځواکونو کلابند کړی دی
د روسيې دولتي آژانس «ريا نووستي» خبر ورکړی دی چي د سلوويانسک ښار پر سر باندي څرخۍ الوتکي گرځي. پر دغه ښار باندي د اوکراين پوځ درانه پوځي تجهيزات راگرځېدلي دي. بيلتون غوښتنکو د دغه ښار تر ۱۰۰۰۰۰ زياتو اوسېدونکو ته په توله وهلو او د کليساوو د زنگولو په شرگولو سر د يرغل ترمخه خبر داری ورکړی دی.
د روسيې بل دولتي آژانس «ايتارتاس» خبر ورکړی دی چي په ښار کي کراري ده. د اوکراين د سلوويانسک ښار له څو اونيو راهيسي د مسکو پلوه «محلي ملېشو» په کنترول کي دی. له يوې اونۍ راهيسي د بيلتون غوښتونکو مشر پوناماروف په دغه ښار کي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان څو تنه پوځي څارونکي هم بنديان کړي دي.
د اوکراين په ختيځ کي زور زياتي د پنجشنبې په ورځ زور واخيست. په دونيڅک کي په سوونو روسي پلوه فعالانو د عدلي چارو پر يوې ودانۍ باندي هجوم وروړ چي يوشمېر کسان پکښې ټپيان هم سول. دغه کسان غواړي چي د اوکراين ختيځ هم د کريميا په شان له روسيې سره يوځای سي.
د عسکرۍ د مکلفيت دوره دوباره پيليږي
د اوکراين لوېديځ پلوه انتقالي حکومت اعلان کړی دی چي د عسکرۍ د مکلفيت دوره دي بيرته پيل سي، يوازي شپږ مياشتي دمخه پريکړه سوې وه چي عسکري دي په خپله خوښه وي.
د اوکراين د موقت جمهور رئيس الکساندر تورچينوف دفتر ويلي دي، چي دغه حکم په دې خاطر سوی دی چي د هيواد په ختيځ او لوېديځ کي وضعيت خراب او د روسيې پلوه ملېشو تيری دی. ځکه نو له ۱۸ کلنۍ څخه تر ۲۵ کلنۍ پوري نارينه بايد د عسکرۍ د مکلفيت دوره ترسره کړي. دوی بايد د روان کال د می او جون مياشتو کي حاضر سي.
د اورکراين پوځ ښه امادگي نه لري. او په مقابل کي يې مسکو پلوه بېلتون غوښتونکي ورځ تر بلي د دغه هيواد په ختيځ کي خپل نفوذ پراخوي. د کيف حکومت د پنجشنبې په ورځ وويل چي د هيواد يوه برخه يې له کنتروله وتلې ده.