د اورگاډو په تمځايونو کي د څارني کمرې ډيريږي
۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبهد بون د اورگاډو په تمځای کې د چاودنکو موادو تر موندلو وروسته امنيتي مامورين غواړي چي د اورگاډو امنيت ډاډمن کړي. دوی وايي، موږ غواړو چي ډېر ويديويي فلمونه ثبت کړو او په دې کار سره عاملین ښه تعقيب کړو.
د آلمان د اورگاډو د شرکت مشر رويدیگر گروبه له بېلد ام زونټاگ په نامه ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي، چي د راتلونکي کال د فبرورۍ په مياشت کي به د آلما ن کورنيو چارو وزير هانس پيتر فريدريښ، ولايتي استازي، ملي پولیس او د ارقامو د خونديتوب مامورین يوې امنيتی ستري غونډي ته راوبلي.
په دغه غونډه کي به اصلي خبره دا وي، چې له مامورينو سره گډ کار څرنگه ښه بڼه غوره کړي. د اورگاډو شرکت مشر په بنسټیز ډول د آلمان د اورگاډو سیستم تر پوښتني لاندي نه راولي، او زياتوي چې موږ نه شوای کولا چې د اورگاډو پر هرتمځای او يا پټلۍ باندي کټاره را وگرځوو.
دوې اوونۍ دمخه د بون ښار د اورگاډو په تمځای کي مسافر له يوي ستري پيښي څخه بچ شول، ځکه هغه چاودېدونکي مواد چي په يوه بيک کي ځای پرځای شوي ول ونه چاودل. د آلمان لويه څارنوالي په دې نظر ده چې د دغه بريد تر شا د اسلام پالو لاس دی.
د دې مصرف به څوک ورکوي؟
د آلمان د اورگاډو د شرکت مشر گروبه، په خبره د بون ښار د اورگاډو په ستېشن کې لا د دغي اوونۍ څخه د ويډيويي کمرو د فلمونو ثبت روان دی او په دې اړه د آلمان له فيدرالي پولیسو سره خبري او مشورې شوي دي. د آلمان د اورگاډو شرکت د زياتو ويدیويي کمرو د نصبولو خبرداری ورکړی دی.
د آلمان د فدرالي پوليسو په خبره د کمرو د نصبولو او څارلو دنده به اورگاډو د شرکت پرغاړه وي. خو د دغه شرکت امنيتي مشر گيرد نيوبيک بيا وايي: «د جرمونو مخنيوی په اصل کي د پوليسو دنده ده، د اورگاډو شرکت کولای سي يوازي له پوليسو سره مرسته وکړي، لکه کړې چي يې هم ده.»
د هغه په خبره دغه کمرې کولای سي، چي يوازي د وضاحتونو په برخه کي مرسته وکړي: «دا داسي وسيله نه ده چي د جرمونو په کمولو کي مرسته وکړي هر څوک چې کومه دنده په غاړه اخلي، نو د هغې بيه او مصرف به هم پر ځان مني.»