انځورونه د افغانستان بل ډول انځور وړاندې کوي
۱۳۹۱ فروردین ۱۷, پنجشنبهاوس دغه انځورونه په برلین کې نندارې ته وړاندې شوي دي. د افغانستان د خلکو رویه او د کمرې په لور د هغوی ارامه لیدل په دغو انځورونو کې ډیر په زړه پورې دي. په دې انځورونو کې ماشومان دغې طلایي رنګه ایښته لرونکې ښځې ته چې په ګردیز کې له یوه ښایسته ځای څخه انځورونه اخلي، په آرامه ګوري.
په دغو انځورونو کې حیرانې څیرې، وړوکي ماشومان، یو اوښ چې د یوه سړې تر شا ولاړ دﺉ او داسې نور ټول هغه څه دي چې د یفونه فون په انځورونو کې چې پنځوس کاله مخکې ئې په افغانستان کې اخیستې ول ښکاره شوي دي.
هغه وخت دغې ځوانې میرمنې له خپل «استیش واگون» ډوله موټر سره د زوریخ له ښار څخه خپل سفر پیل کړ. له هغې سره فاو ماینس فوفن چې یو سویسي عکاس وو او «رولې فلیکس» او لیکا ام ۳» ډوله کمرو په دې سفر کې ملتیا کوله.
هغوی د اوو میاشتو له پاره په ترکیې، اردن، اسرائیل، عراق، پاکستان او افغانستان کې په سفرونو بوخت ول.
انځورونه د لومړې ځل له پاره نندارې ته وړاند شوي دي
تر دې مخکې د یفونه فون شواینتس انځورونه هیڅ کله هم نندارې ته نه ول وړاندې شوي. هغې وروسته له دې چې له افغانستان څخه ستنه شوه خپل انځورونه د ویلي پراگر په ارشیف کې د امانت په ډول کیښودل. ویلي پراگې له یفونه فون سره د زده کړو پر وخت کار کاوه.
دغه میرمنه مخکې له دې چې خپل انځورونه نندارې ته وړاندې کړې مړه شوه. د هغې تر مړینې وروسته دغه انځورونه د هغې د انځورونو د کلیکسون یوه برخه شوه چې د المان د بادن ورتمبرگ په دولتې ارشیف کې ورڅخه ساتنه کیږي.
تر دې وروسته د یفونه فون د کاکا یوه زوی د انځورونو خبره له کلاوس فیریده، چې د دې کلیکسون مدیر دئ مطرح کړه. کلاوس غوښتل چې دغه انځورونه وویني.
ماتیاس فون مارکارد د کلاوس همکار وو. کله چې هغه د یفونه فون انځورونه ولیدل نو حیران شو ځکه چې دغو انځورونو له ننۍ افغانستان څخه یو بل ډول افغانستان ښوده، داسې یو افغانستان چې پکښې د جگړې او بریدونو کومه نښه نه لیدل کیږي. هغه څه چې په دې انځورونو کې ښکاره شوي ول دا وو چې هغه وخت افغانستان د سولې او ثبات یو هیواد دئ.
د یفونه فون د سفر پر وخت، سړې کولای شوای چې د افغانستان ډیرو سیمو ته په ازادنه ډول سفر وکړي. هغه خلکو چې یفونه فون ورسره لیدلې ول، له هغې څخه ډیر ښه هرکلی کړی وو. هغې له دغو خلکو سره یوازې په څو کلمو مفاهمه کوله او تر هغه وروسته به ئې له هغوی څخه انځورونه اخیستل.
ډول ډول انځورونه
د یفونه فون په انځورونو کې زړور کوچیان، په کابل کې ابه پلورونکي، عریضه لیکوونکي، چادرې لرونکې ښځې، شمشیربازان، بازارونه، چای خانې، قبرستانونه، د گاډیو د جوړولو سیمه، خراب شوي کورونه، دشتې، تاکونه او د بامیانو د بودا مجسمې ښکاره شوي دي.
دغه انځورونه د افغانستان د فرهنگ غنا، د دغه هیواد د اوسیدونکو دودونه، تاریخي ځایونه، کلې او د افغانستان نور ښایستونه ښکاره کوي.
د میرمن یفونه فون انځورونه په عین وخت کې ځینې ویجاړۍ هم ښيي. په دې انځورونو کې په افغانستان کې د ډیر فاتحانو د وخت اثار هم ښکاره شوي دي.
په انځورونو کې همداراز د کجکي بند هم ښودل شوی دئ چې هغه وخت د لومړنیو پروژو په ډله کې وو چې په افغانستان کې بهرنیو په مرسته د پلې کیدو په حال کې وې.
د دغو انځورونو لیدونکېي په دې پوهیږي چې افغانستان څومره غنې او متنوع دئ. د هغو بهرنیو له پاره چې تل ئې د افغانستان نوم له جگړې او بریدونو سره یو ځای لیدلی دئ دغه نندارتون د افغانستان یو نوې انځور وړاندې کوي.
ریلکه بارتلیک/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم