1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اندونیزیا ولسمشریزي ټاکنې

توماس لچان/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د چهارشنبې په ورځ په اندونیزیا کې نوی ولسمشر ټاکل کیږي. رایې ورکوونکي به ولس ته د یوه نزدې کاندید جوکووي او د پخواني پوځي جنرال پرابوو ترمنځ تصمیم نیسي. دواړه د اندونیزیا د نوې دیموکراسۍ له پاره بېلابېل تصور او خیال لري.

https://p.dw.com/p/1CYG8
انځور: ROMEO GACAD/AFP/Getty Images

په اندونیزیا کې د ستونزو ساحې ډیرې زیاتې دي: د کمزورۍ په لور روان اقتصاد چې تر ډیرې زیاتې کچې د طبیعي منابعو پر استخراج ولاړ دی او پراخ صنعت له پامه غورځول شوی دی. د ښوونې او روزنې نظام په ناخوال وضعیت کې قرار لري. کابو بشپړ نیمگړي بنسټیز تأسیسات د بهرنیو پانگه والو له پاره ستر خنډ گڼل کیږي. خو تر ټولو غټه ستونزه په دې هیواد کې چې اکثریت نفوس یې مسلمانان جوړوي اختلاس او اداري فساد دی.

له داسې ستونزو سره سره د اندونیزیا په ۱۹۰ میلیونو وگړو غږ شوی دی چې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال جولای ۹مه) د رایو صندقونو پر لور ولاړ شي او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې گوندي پروگرامونه یوازې جانبي نقش لري، ځکه انتخاباتي مبارزه ډیره زیاته دوو مخکښو کاندیدانو پورې تړلې ده. د هغوی ترمنځ توپیر ډیر کم دی.

ولسي سړی د پوځي جنرال په مقابل کې

یوې خوا ته ۵۳ کلن جوکو ویدودو، چې جوکو دی چې د پلازمینې جاکارتا والي دی. نوموړي له نزدې څخه په دولتي ادارو کې چارې څاري بیله دې چې مخکې له مخکې یې د ورتگ خبرتیا ورکړي وي. په دې کار سره نوموړی غواړي پوه شي چی آیا ټول مامورین خپلو دفترونو کې حاضر دي او خپل کار کوي که نه. که یې نه کوي سمدلاسه یې له کار څخه د گوښه کیدو گواښ کوي. جوکووي، چې د نوم لنډه بڼه یې ده نه یوازې قانع او د تفاهم وړ، بلکه ځان یو «پاک» سړی گڼي چې غواړي په پوره لیوالتیا سره د اقتصادي ناوړه گټه اخیستو او د اختلاس ضد مبارزې بیرغ اوچت کړي.

جوکووي، ته د یوه داسې کاندید په سترگه کتل کیږي چې ولس ته نزدې دی
جوکووي، ته د یوه داسې کاندید په سترگه کتل کیږي چې ولس ته نزدې دیانځور: Getty Images

په جاکارتا کی د آلمان د کونراد ادیناور له بنسټ څخه یان ویشنیک، د هغه په هکله وایي: «سربیره پر دې جوکووي هغه یو سړی دی چې غواړي په اندونیزیا کې دیموکراسۍ ته وده ورکړي او هغه ټینگه کړي.» نوموړی زیاتوي: «د سولو د ښاورال او اوس د جاکارتا د والي په توگه هغه وښووله چې د فساد پر ضد څه ډول مقابله وشي.»

په همدې وجه د جوکووي پلویان هغه ته د یو درمل کوونکي په توگه گوري. خو نوموړي کارپوه دویچه ویله ته په مرکه کې خبرداری ورکړ چې «جوکووي نه شي کولای چې د څو میاشتو په موده کې د اندونیزیا ټولې ستونزې حل کړي. په همدی وجه دا خطر شته چې وروسته له یو کال څخه د هغه پلویان له نوموړي څخه ناهیلی شي.»

د جوکووي سیال د اندونیزیا پخوانی ۶۲ کلن پوځي جنرال سوبیانتو پرابوو، دی چې انتخاباتي مبارزه یې هم پوځي ډوله وه. هغه د اندونیزیا د پخواني دیکتاتور ولسشمر سوهارتو زوم، دی او د هغه په څیر ځان ډیر پیاوړی ښکاره کوي. د نړیوالو پام هغه ته هغه وخت ډیر زیات واوښت چې نوموړی د اندونیزیا د پاپ د موسیقۍ د یوه ستوري په کنسرت کې ښکاره شو او د خلکو ملاتړ یې تر لاسه کړ. د اندونیزیا د چارو کارپوه وایشنیک، وایي: «پرابوو د جوکووي بشپړ برعکس شخص دی. هغه ډیر پیاوړی سړی دی چې خپله اراده پر نورو تپلی شي. هغه یو پوځي دی چې په ډیرو سختو حالاتو کې ستونزې حل کولای شي. په حقیقت کې هغه د سوهارتو د زمانې له اخلاقو سره لوی شوی دی.»

د اندونیزیا د پخوانی ۶۲ کلن پوځي جنرال سوبیانتو پرابوو، انتخاباتي مبارزه یې هم پوځي ډوله وه
د اندونیزیا د پخوانی ۶۲ کلن پوځي جنرال سوبیانتو پرابوو، انتخاباتي مبارزه یې هم پوځي ډوله وهانځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images

د سوهارتو دیکتاتوري په ۱۹۹۸ کال کې پای ته ورسیده. له دغی دورې څخه پر نوموړي پخوانی جنرال یو تور سیوری خور دی. ځکه د بشري حقونو فعالین په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ختیځ تیمور د اشغال په موده کې د ولسشمرۍ دغه کاندید په عام قتل او د سوهارتو ضد فعالینو په نیولو تورنوي.

د سوهارتو له واک څخه د راپرځول کیدو وروسته پرابوو یوه څه موده په اردن کې په جلا وطنۍ کې تیره کړه. هغه په ۲۰۰۸ کال کې خپل هیواد ته له ستنیدو وروسته یو گوند جوړ کړ چې کوم مشخص پروگرام او هدف نه لري. یوازینی هدف یې دا دی چې نوموړی ولسمشرۍ ته ورسوي. د چهار شنبې د ورځي د ټاکنو په هکله څارونکي د مساوي سیالۍ وړاندوینه کوي.