د انتقال د بهیر په دویم پړاو کې ځینې ناامنې سیمې شاملې دي
۱۳۹۰ آبان ۱۱, چهارشنبهعظیمي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې پرون «سه شنبه» د کندهار ولایت استازو د دغه ولایت امنیتي وضعیت کړکیچن وباله او غوښتنه یې وکړه چې د کندهار امنیتي مسؤلیت دې دوه کاله وروسته په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل شي. خو د ملي دفاع د وزارت ویاند وايي چې اوس افغان امنیتي ځواکونه د مسؤلیتونو د انتقال د بهیر پلې کیدو ته چمتو دي. عظیمي له افغانانو څخه وغوښتل چې پر خپلو ځواکونو باور ولري:
«زه غواړم ټولو هغو ته چې د امنیتي مسؤلیتونو د دویم پړاو په اړه اندیښمن دي ووایم چې پر افغان ملي اردو او په خپلو امنیتی ځواکونو باور وکړي.»
د عظیمي په خبره افغان ځواکونه اوس د خپل هیواد د امنیتي مسؤلیتونو د پر غاړه اخیستول وړتیا لري. خو د ولسي جرګې لومړي نایب، خالد پښتون، د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا به تیروتنه وي که د کندهار امنیت ډاډمن وګڼل شي. هغه زیاته کړه:
«که د کندهار امنیتي ارګانونه د دې ادعا کوي او ولسمشر ته یې ویلي وي چې د کندهار امنیتی وضعیت بهتره کولای شې، زه فکر کوم دا به یوه غټه تیروتنه وي. په دې خاطر چې په تیرو لسو ورځو کې ټول افغانستان په دې شاهد دی چې کندهار یو ځل بیا د ډېرو خطرناکو تروریستي حملو قرباني شوی دی.»
د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند، ظاهر عظیمي، بیا وایې چې افغان حکومت د ژورو پلټنو وروسته د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال لپاره یوه سیمه یا سیمې ټاکي. د عظیمي په خبره دغه پلټنې نه یوازې د امنیتې مسایلو په اړه وې بلکه ټولنیز، سیاسي او اقتصادي وضعیت هم په پام کې نیول کیږي.
ښاغلی عظیمي زیاتوي چې څه موده وړاندې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مشرۍ غوښتي وو چې د امنیتي مسؤلیتونو دویم پړاؤ دې په ناامنو ولایتونو کې پلي شي نو ځکه اوس په دغه پړاو کې یو شمیر نا امنې سیمې هم شاملې دي.
ظاهر عظیمي دا هم وویل چې افغان حکومت د وړتیاوو له مخې سیمې د انتقال د بهیر له پاره ټاکې او که امنیتي ځواکونه د یوې سیمې د امنیتي مسولیتونو د منلو وړتیا و نه لري هغه سیمه په پروسې کې نه شامیږي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه لا ډیرو تجهیزاتو ته اړتیا لري او باید نړیواله ټوله په دغې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دویچه ویله/ اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش