د امریکا د پوځ لوی درستیز افغانستان ته ورسید
۱۳۹۲ فروردین ۱۷, شنبه
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارتین دمپسي، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اپریل میاشتې شپږمه نیټه) د بګرام هوایي ډګر ته ورسید. هغه به په دې سفر کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايانو له خوا د افغان پوځ د روزنې څرنګوالي او سطح وڅيړي.
جنرال دمپسي ویلي دي چې څیړنه به یې له متحده ایالاتو سره مرسته وکړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته څومره سرتیري په افغانستان کې وساتي. په دې کال کې د امریکا پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیږي.
ویل کیږي چې متحده ایالات به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل له ۹۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې سرتیري په افغانستان کې وساتي. خو لا تر اوسه پورې په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوي.
تمه کیږي چې جنرال دمپسي به افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې هیواد کې د ناټو له عمومي قوماندان جنرال جوزف دانفورد، سره هم وویني. پر دې سربیره به هغه له یو شمیر امریکایي سرتیرو سره خبرې وکړي او له یو شمیر افغان چارواکو سره به هم رسمي لیدنې تر سره کړي.
جنرال دمپسي د افغانستان په لور تر خوځیدو مخکې د آلمان په شتوتګارت ښار کې ویلي وو چې مخکې له دې چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پاتې کیدونکو ځواکونو د شمیر په اړه یوه پریکړه وکړي، غواړي وویني چې افغان ځواکونه په سږني اوړي کې څرنګه عملیات تر سره کوي.
اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۶۰۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي. د دغو ځواکونو شمیر په ۲۰۱۰ کال کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه لوړ وو خو د اوباما د نوې سترابیژۍ له مخې د هغوی شمیر په تدریجي ډول د کمیدو په حال کې دی.
پر دې سربیره به دمپسي په روان او راتلونکي کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د راوتلو څرنګوالی هم وڅیړي.