د امریکا د نوي جمهورریس جوبایدن ژوندانه ته انځوریزه کتنه
بایدن د یوه ځوان حقوق پوه په توګه لا د امریکا سنا ته انتخاب سو. د هغه راهیسي بایدن د متوسطي طبقې د یوه شخص په توګه شهرت درلود. اوس هغه په ۷۸ کلنۍ کي جمهوررریس سو. د هغه سیاسی فعالیتونو ته یوه کتنه، په انځورونو کي:
بایدن په روغتون کي د لمړنۍ لوړي پر وخت
جوزیف رابینیت بایدن په ۳۰ کلنۍ کي د یوه ځوان حقوق پوه په حیث د اول وار دپاره د امریکا سناتور انتخاب سو. خو سربیره پردې دا د هغه د ژوندانه تر ټولو سخت وختونه وه: دوې اوونی دمخه یې ښځه او یوه یو کلنه لور د موټر په ټکر کي مړه سوي وه. دواړه زامن، بیو او هنټر یې لا په روغتون کي پراته او سخت زخمیان وه، چي بایدن باید پر انجیل او اساسي قانون باندي لاس ایښی او قسم یې اخیستی وای.
بایدن، د خارجي سیاست کارپوه
د دلاوار ایالت د سناتور په حیث بایدن یوازي د خپل ایالت د غوښتنو دپاره مبارزه نه کوله، بلکي د دموکراټ حزب د غړي په حیث یې په ۷۰ یمو او ۸۰ مو کلونو کي د خارجي سیاست د یوه کارپوه په حیث هم شهرت پیدا کړ. په ۱۹۷۹ م کال کي هغه د مصر د جمهورریس، انور السادات سره وکتل، کوم چي لږ مخکي یې د امریکا د جمهورریس، جیمي کارتر په وساطت د اسراییلو سره د سولي تاریخي قرارداد امضأ کړی ؤ.
جمهوري ریاست ته لمړنی کاندیدي: لنډه او دردونکې
بایدن د سناتور په حیث د اول وار دپاره په ۱۹۸۸ م کال کي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي خپله امادګي اعلان کړه. خو ډیر ژر ورباندي داسي تورونه ولګیدل، چي ګواکي د خپلو بیانیو پخاطر یې د نورو سیاستمدارانو بیانیې اقتباس کړي دي، بیله دې چي د هغوی نومونه ذکر کړي. کله چي یې د پوهنتون د وختونو د کار په باب هم سوالونه طرح سول، نو پسله ۶ اوونیو څخه د جمهورري ریاست د کاندیدۍ څخه تیر سو.
د قضايي کمیټې د وخت دوامداره سیوری
کله چي بایدن د ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۵ م کال پوري په سنا کي د قضايي کمیټې مشر ؤ، په ۱۹۹۱ م کال کي یې د امریکا ستري محکمې(سپریم کورټ) ته د کلارنس توماس استماعیه جلسه رهبري کړه. د بایدن همکاري، انیتا هیل(په تصویر کي مخته) پر توماس باندي د جنسي ازار تور ولګوی، خو بایدن دغه قضیه تعقیب نکړه. په ۲۰۱۹ م کال کي جمهوري ریاست ته یې د خپلي کاندیدۍ پر مهال بیا د همدغي قضیې په سبب بخښنه وکړه.
د بایدن دوهمه کاندیدي: بې نتیجې
تر لمړنۍ کاندیدۍ ۲۰ کاله وروسته ډموکراټانو بیا بایدن ته د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د کاندیدیو پیشنهاد وکړ. پدې منځ کي هغه په خارجي سیاست کي خپل مهارتونه نورهم پراخ، په سنأ کي یې څو واره د خارجي سیاست د کمیټې ریاست پرغاړه واخیستی او ځان یې د متوسطي طبقې یوشخص ثابت کړ، چي کولای سي د جمهوري غوښتونکو سره هم جوړ راسي. په اخره کي بارک اوباما د جمهوري ریاست کاندید سو او بایدن یې معاون سو.
د بارک اوباما مرستیال
جمهورریس بارک اوبا خپل معاون، بایدن په هغو کارونو باندي وګماره، چي تر ټولو ښه یې کولای سول: د ټولي د نیا د خارجي ملګرو سره یې خبري وکړي. ۸ کاله د بارک اوباما د معاون په حیث یې نه یوازي د اروپايي ټولني د شورأ د رییس، دونالد توسک (په تصویرکي)، بلکي تقریبأ اروپا د ټولو مهمو سیاستمدارانو او مشرانو سره ولیدل.
دریمه کاندیدي: بریالۍ
په ۲۰۱۹ م کال کي بایدن په ۷۷ کلنۍ سره بیا وغوښتل چي خپل بخت وازمايي او د دریم وار دپاره یې د ډموکراټانو د جمهوري ریاست په مقدماتي انتخاباتو کي برخه واخیستله: د ډموکراټانو تر مقدماتي انتخاباتي مبارزې وروسته معلومه سوه، چي بایدن د دونالد ترمپ په مقابل کي د ډموکراټانو د خوښي کاندید دی او نه سوسیالسټ برني ساندرز ، چي یو کال تر بایدن زوړ ؤ.
بلاخره په سپینه ماڼۍ کي
د ډموکارټانو اټکل نتیجه ورکړه: بایدن تقریبأ نیم قرن د امریکا متحده ایالاتو پر سیاست باندي اغیزه پریښوله. اوس هغه په ۷۸ کلنۍ سره د امریکا د ۴۶ جمهورریس په حیث خپل کار رسمأ شروع کړ. بایدن د امریکا په تاریخ کي تر ټولو زوړ جمهورریس دی.