1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته ورسید

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱۱, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، د یکشنبې په ورځ افغانستان ته ورسید ترڅو له خپلو قوماندانو سره د افغان امنیتي ځواکونو د پرمختگونو په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/1CA8M
انځور: Reuters/Mark Wilson

هیگل د یوه امریکايي سرتیري چې له طالبانو سره بندي وو، تر آزادیدو وروسته افغانستان ته تللی دی. له بلې خوا دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، دا خبره اعلان کړې ده چې غواړي د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري راوباسي او په دې ترتیب سره د خپل هیواد په تاریخ کې تر ټول اوږدې بهرنۍ جگړې ته د پای تکی کیږدي.

ولسمشر اوباما هم یوه اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د بگرام اډې ته راغلی وو. هیگل له هغه سره مل خبریالانو ته ویلي دي چې غواړي د افغان امنیتي ځواکونو له حاله ځان لا ډیر خبر کړي او په دې خبره پوه چې افغان حکومت د خپل هوایي ځواک د جوړولو له پاره څه پلان لري. هغه همداراز غواړي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهیزولو په برخه کې د دې هیواد د حکومت پر وړتیاو باندې ځان پوه کړي.

که څه هم افغان او امریکایي چارواکي په دې اړه خوشبینه دی چې د افغانستان امنیتي ځواکونو په یوازیتوب سره د خپل هیواد د امنیت ټینگولو وړتیا پیدا کړې ده، خو بیا هم یو شمیر څارونکي دې موضوع ته د شک په سترگه گوري. څارونکي وايي چې افغان ځواکونه کولای شي جگړه پر مخ یوسي، خو بیا هم په دې اړه چې افغان حکومت د هغوی له پاره خوراکي مواد، جنگي وسایل او نفت برابرولی شي او که نه، پوښتنې موجودې دي. خو هیگل په دې اړه بل نظر لري. هغه وایي: «زه ډاډه یم چې هغوی به وشي کولای په یوازېتوب دغه دنده پر مخ یوسي.»

د بگرام په هوایي ډگر کې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه ده، هیگل له امریکایي سرتیرو سره ولیدل چې د بحث موضوع د طالبانو له بند څخه د امریکایي سرتیري آزادیدل وو. طالبانو دغه سرتیری له گوانتانامو زندان څخه د خپلو پنځو تنو ملگرو د آزادیدو په بدل کې خوشې کړی دی.

افغانستان ته تر سفر مخکې هیگل له خپلو قوماندانانو سره، له دې هیواد څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه خبرې اترې کړې وې. هغه به همدازاز په روانې اوونې کې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې پر مهال په دې اړه له نورو پوځیانو سره هم خبرې اترې وکړي.

هیگل روښانه کړې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه اوس هم ډیرې پوښتنې موجودې دي. په دغو پوښتنو کې دا هم شامله ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د شاوخوا ۱۰۰۰۰ پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو له ډلې څخه څومره به یې د ترهگرۍ ضد عملیاتو کې ښکیل وي.

هغه دا هم ویلي چې لا تر اوسه پورې دا خبره هم روښانه نه ده چې د ناټو نور غړي او نړیوال ملگري به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې څومره سرتیري وساتي او د هغوی دنده به څه وي. هیگل هیله څرگنده کړې ده چې په دې اړه به د ناټو نور غړې د جون میاشتې تر پایه پورې یوه پریکړه وکړي. دا د امریکا د دفاع وزیر په توگه افغانستان ته د هیگل دریم سفر دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب