د امریکا حکومت پر S&P حقوقي دعوا کوي
۱۳۹۱ بهمن ۱۷, سهشنبه
د Standard and Poors سازمان ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت ورته د دوشنبې په ورځ ګواښ کړی دی چې پرې به حقوقي ملکي دعوا وکړي.
د دغې دعوا لامل په ۲۰۰۸ کال کې د S&P له خوا د امریکايي تعمیراتي پورونو په اړه د مثبت نظر ورکول دی. تر دې کال وروسته په متحده ایالاتو کې سخت مالي کړکیچ پیل شو چې په پایله کې جایدادونو خپل ارزښت له لاسه ورکړ.
په ۲۰۰۸ کال کې Standard and Poors تعمیراتي پورونه د خپلې درجه بندۍ په تر ټولو لوړ ځای کې راوستل او ورته یې د AAA درجه ورکړه. تر دې وروسته امریکایانو په پورونو کورونه راونیول خو ونه توانیدل چې په خپل وخت د بانکونو قسطونه ورکړي، او له همدې کبله د امریکا د جایدادونو بازار سقوط وکړ. دغه کار په امریکا کې د ۲۰۰۸ کال مالي کړکیچ ته لاره هواره کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د Standard and Poors سازمان ویلي دي چې که ورباندې دعوا وشي نو دا به له دې موضوع څخه سترګې پټول وي چې دغه سازمان هم له هغو معلوماتو څخه کار اخیستی وو چې نورو ادارو په خپلو رپوټونو او درجه بندیو کې کارولي ول.
S&P ادعا کړې ده چې د نورو په پرتله يې ژر د یو شمیر تعمیراتي پورونو درجه بندې راټیټه کړې وه. په همدې حال کې ویل شوي دي چې د Standard and Poors سازمان به د امریکا د دعوا قانوني ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د والستریت ژورنال ورځپاڼې ویلي دي چې کیدای شي دغه دعوا په روانې اوونۍ کې پیل شي.