د امریکا او قطر تر منځ د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تړونونه
۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبهپه تیرو وختونو کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، پر قطر باندې د تروریزم د مالي تمویل تور لګوه. خو وختونه ژر بدلون مومي او د عربي نیمه ټاپو دغه کوچنی هیواد اوس د متحده ایالاتو نزدې پوځي متحد دی. د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په سپینه ماڼۍ کې د قطر امیر شیخ تیم بن حمد الثاني، تود هرکلی وکړ. ولسمشر ترمپ د قطر امیر د خپل «یوه دوست» په توګه یاد کړ او ویې ستایه: «قطر زموږ په هیواد کې ډیره پانګونه کوي چې ډیر کار ځایونه به ورسره رامنځ ته شي.»
د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه
د دواړو هیوادونو استازو د تیلو، هوایي چلن او وسلو په برخه کې د شا او خوا لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل. د قطر د تیلو دولتي شرکت ویلي دي چې د کیمیاوي صنایعو شرکت شورون فیلپس، سره یې پر دې توافق کړی دی چې د متحده ایالاتو په سویل کې د اتو میلیاردو ډالرو په ارزښت د نفتو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړي. زیاته شوه ده چې دغه فابریکه به په ۲۰۲۴م کال کې فعالیت پیل کړي.
پر دې سربیره د قطر د دفاع وزارت غواړي د امریکایي وسلو جوړولو شرکت ریتیون څخه د (نسمز او پیتریوت) توغندیو سیستمونه راونیسي. خو په دې هکله کوم جزئیات نه دي ورکړل شوي. همداشان د قطر هوایي شرکت د بوینګ- ۷۷۷ ډوله پنځو الوتکو د رانیولو تړونونه هم لاسلیک کړي دي.
د دواړو حکومتونو له لوري په یوه ګډه بیانیه کې ترمپ او شیخ تمیم د دواړو هیوادونو ترمنځ لوړې سطحې ته د ستراتیژیکو همکاریو د رسولو هوډ څرګند کړی دی.
په سیمه کې د متحده ایالاتو تر ټولو ستره پوځي اډه
په منځني ختیځ کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو ستره پوځي اډه په قطر کې پرته ده او په دې ترتیب قطر د واشنګټن مهم متحده ګڼل کیږي. خو د سیمې کړکیچونو ته په کتو سره د وسلو صادرات یوه شخړه ایزه موضوع ده. قطر له سعودي عربستان سره چې دغه هیواد هم د متحده ایالاتو متحد دی، ترینګلې اړیکې لري. د سعودي عربستان سلطنت په ۲۰۱۷م کال کې له بحرین، مصر او متحده عربي آماراتو سره په ګډه د قطر پر وړاندې اقتصادي بندیزونه ولګول او له دغه هیواد سره یې دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې. دغو هیوادونو پر قطر باندې د ترهګرو ډلو د ملاتړ تور ولګاوه. پر دې سربیره سعودي عربستان د قطر د بهرني سیاست او همداشان له ایران سره چې د سعودي عربستان دښمن دی، د دې هیواد له اړیکو خوښ نه دی.
se/haz sr/sm (afp, ap)