1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکایي سرتیرو د تنخوا په اړه اندیښني

۱۳۹۰ مرداد ۸, شنبه

د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي، مایک مولن، دا خبره منلي چي که د امریکا د دولت د پور بحران ته یوه د حل لاره پیدا نه شي نو کیدای شي چي دغه هیواد و نه توانیږی افغانستان کي میشت خپلو پوځونو ته په وخت تنخوا ورکړي

https://p.dw.com/p/126cX
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/ dpa

قندهار ته د خپل د سفر پر مهال مولن ویلي چي اوس مهال د پنتاګون چارواکي په دي کار کوي چي که د امریکا دولت په وخت سره نوي پورونه ترلاسه نه کړي، نو باید دوي په افغانستان او عراق کي د سرتیرو د تنخوا د ورکولو لپاره باید کومي لاري چاري په لاس کی ونیسي.

مولن زیاته کړي چي دی په رښتیا سره په دی خبري نه پوهیږي چي که د امریکا دولت په وخت نوي پورونه تر لاسه نه کړي نو څه به وشي.

که د امریکا حکومت د پارلمان سره په یوي موافقي و نه رسیږي او پورونه تر لاسه نه کړي نو کیدای شي چي په افغانستان او عراق کي میشت امریکایي سرتیري خپل معاشونه تر لاسه نه کړي.

دا په داسي حال کي ده چي مایک مولن ویلي چي ډیری امریکایي سرتیري خپل ژوند د تنخوا په پیسو تیروي او که دوی دغه پیسي په وخت تر لاسه نه کړي نو د ستونزو سره به مخامخ شي.

مولن د امریکایي سرتیرو سره د خبرو اترو پر مهال ویلي چي که د هغوي معاشونه ودرول شي نو دا کار به ديري ناوړي پایلي ولري.

د امریکا دولت ویلي چي د اګست د میاشتي د دویمي نیټي وروسته خپل قرضونو د ورکولو مالی توان نه لري. دولت دا خبره هم کړي چي که د قرضونو معیاد یي لوړ نه کړای شي، نو د امریکا دولت به و نه توانیږي چي خپل مصرفونه تمویل کړي.

د دغه بحران د له منځه وړلو لپاره باید د امریکا کانګریس د امریکا د دولت د پورونو حد وغزوي چی لا تر اوسه په دغي موضوع کومه پریکړه نه ده شوي.

دا په داسی حال کي ده چي مولن په قندهار کي د امریکایی پوځیانو سره په خپلو خبرو اترو کي ویلي چي دي هیله لري د امریکا دولت به د امریکایی سرتیرو معاشونه په هر حال کی دوي ته ورکړي ځکه چی د هغه په وینا دا د امریکا ملی امنیت پوري تړلي خبره ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولی اڅکزی