د امريکا بار وړونکی توغندی وچاودېد
۱۳۹۳ آبان ۷, چهارشنبه
دغه پيښه د «Antaras» توغندی تر توغولو يوازي شپږ ثانيې وروسته رامنځ ته سوې ده. لکه څرنگه چي د امريکا د فضايي ادارې ناسا له خوا خپاره سوي انځورونه ښيي، دغه توغندی د ويرجينيا ايالت د «Wallops» له فضايي اډې څخه پر محلي وخت ۱۸بجې او ۲۲ دقيقې پرواز کوي او تر توغولو لږ وروسته چوي.
د ناسا د معلوماتو له مخي د دغي پيښي علت تر اوسه پوري معلوم نه دئ. د ناسا تلويزيون د راپور له مخي په دغه پيښه کي پر مځکه باندي څوک ټپي سوي نه دي، خو د فضايي اډې ځينو برخو ته د پام وړ تاوان رسېدلی دئ.»
نړيوال فضايي تمځای ته بار وړل
د «Orbital Sciences» خصوصي شرکت دغه توغندی نړيوال فضايي تمځای ته ۲،۲ ټنه تجهيزات لېږدول. هلته په روان وخت کي شپږ تنه فضانوردان مېشته دي. د هغوی له جملې څخه درې تنه به ئې چي يو ئې آلمانی الکساندر گرست دئ په دوو اوونيو کي بيرته مځکي ته راوگرځي. دغه کسان په نړيوال فضايي تمځای کي تر ۱۶۵ ورځو تيرولو وروسته بيرته راگرځي.
په نړيوال فضايي تمځای کي به د دوی ځای ناستي دوې اوونۍ وروسته يو روسی او دووه امریکايي فضانوردان وي.
نړيوال فضايي تمځای ته خصوصي شرکتونه له کلونو راهيسي د ناسا په غوښتنه تجهيزات انتقالوي. دغه شرکتونه پردې سربيره د روسيې د «سايوز» توغندی په مرسته فضانوردان هم انتقالوي.