1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا او چين تجارتي جگړه لا پسې توده شوې

۱۳۹۷ فروردین ۱۵, چهارشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو او چين ترمنځ تجارتي شخړه يوه بل پړاو ته داخله شوې ده. امريکا په پام کې لري د چين له خوا پر امريکايي توليداتو د جزايي تعرفو په ځواب کې پر نورو ۱۳۰۰ چينايي وارداتي توکو تعرفې لوړي کړي.

https://p.dw.com/p/2vRz1
China US-Produkte im Supermarkt
انځور: picture alliance/AP Photo/Andy Wong

د تجارت له پاره د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړي استازي روبرت لایتهایز، د هغه توکو نوملړ په ډاگه کړ چې تعزيراتي تعرفې ورباندې لگول کيږي. په نوملړ کې له چين څخه وارديدونکي هغه توکي شامل دي چې په کال کې یې د کابو ۵۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت تجارت ترسره کيږي. په دې توکو کې اليکترونيکي توليدات، د الوتکو پرزې، درمل، ماشينونه او نور توکي شامل دي. پر دې توکو به تعرفې ۲۵ فيصده لوړې شي.

دا نوې تعرفې به په ځانگړي توگه د چين د عصري تکنالوژۍ صنعت اغيزمن کړي چې په هغه کې د خلا نوردۍ، معلوماتي او مخابراتي تکنالوژي او د ماشين جوړونې څانگې شاملې دي. خو نور هغه توکي د مثال په توگه جامې چې تعرفې لوړل یې په مستقيم ډول پر مشتريانو يا کارونکو اغیز کوي، لا نه دې اغیزمن شوي.

چين د غبرگون گواښ کړی

په امريکا متحدو ايالاتو کې د چين سفارت، د واشنگتن پر دې پلان شويو بندیزونو سختې نيوکې شوي او د چين له خوا یې هم د نورو ځوابي تدابيرو گواښ کړی دی. سفارت ويلي دي: «دا ډول يو اړخيز او د خپل تجارت ملاتړي گامونه د بنسټیزو اصولو او د تجارت نړيوال سازمان له ارزښتونو څخه سرغړونه ده.»

د چين له خوا زياته شوې چې دوی به د تجارت د نړيوال سازمان د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه وکړي او د چين له قوانينو سره سم به د امريکا متحدو ايالاتو د تجارتي توکو پر وړاندي ورته تدابير غوره کړي.

USA Washington - Robert Lighthizer nach Amtseinführung
د امريکا د تجارت څانگړی استازی روبرت لايتهایزرانځور: Reuters/K. Lamarque

د دوشنبې په ورځ چين د کابو درې نيم ميليارد ډالرو په ارزښت امريکايي توکو جزايي تعرفې ولگولې. د چين حکومت په دې توگه د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا پر فولادو او المونيمو باندې د لگول شويو جزايي تعرفو په مقال کې غبرگون وښود.

ولسمشر ترمپ پر چين د «غیر شفافو تجارتي کړنو» تور لگولی. له چين سره د تجارت په برخه کې کسر، چې تيرکال کابو ۳۰۰ ميلياردو امريکايي ډالرو ته رسیدلې وو او همدا راز له امريکا څخه دغه هيواد ته د تکنالوژۍ انتقاليدل، د ترمپ د سترگو اغزی دی.

خو دا جزايي تعرفې خپله په امريکا کې هم لانجمنې دي. د «انترنت ايسوسېشن» په نوم د امريکا د سياست لابي ټولنې چې د گوگل، فيسبوک او امازون په څير انترنتي شرکتونو استازيتوب کوي او همدا راز د امريکا ـ چين اقتصادي ټولنې هم په دې اړه خپلې انديښنې څرگندې کړي دي.

پر جزايي تعرفو د امريکا د اقتصادي ټولنې نيوکې

د انترنت ايسوسېشن ټولنې څخه ميليکا کارول وويل: «د امريکا حکومت دي بې له شکه د چين پر تجارتي کړنو غبرگون وښيي، خو مشتريان يا کارونکي او امريکايي کارفرمايان بايد د دې تجارتي جگړې قرباني نه شي.»

دې زياته کړه: «دا جزايي اقدامات به زموږ د مشتريانو او کارونکو په گټه نه وي، د ودې مخه به ونيسي او د ديجيتال اقتصاد د غوړيدا او کاميابۍ لارې به بندې کړي.»

د امريکا ـ چين د اقتصادي کونسل مشر جان فریبي، خبرداری ورکړ چې يو اړخيز اقدامات به ښايي د مرستې پر ځای د زيات زيان سبب وگرځي. د نوموړي په حواله همدا راز به دا د پوهې او تکنالوژۍ د انتقال د مخنيوي په برخه کې هم ډير اغیزمن نه وي. 

ww/haz (afp,ap,dpa) (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: