د المپيک د نړيوالي کمېټې رئيس يو آلمانی سو
۱۳۹۲ شهریور ۱۹, سهشنبهتوماس باخ د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۱۰) د ارجنتاين په بوينوس آيرس کي د شپږو کانديدانو څخه ټاکني وگټلې او د المپيک د نړيوالي کمېټې (IOC) مشر سو. باخ د بلژيکي ژاک روگ، ځای ناستی سو. روگ ۱۲ کاله د دغي کمېټې مشر وو.
د توماس باخ د رياست دوره به اته کاله وي او کيدای سي چي بيا د څلور کالو له پاره نوره هم وغځېږي.
د بوينوس آيرس په هلتون هوټل کي د سه شنبې په ورځ د رای ورکولو په دوهمه دوره کي باخ د ۴۹ رايو په ترلاسه کولو سره له خپلو سيالانو ريچارد کاريون، سرميانگ نگ، دنيس اوزوالد او سرگيي بوبکا څخه ټاکني وکټلې.
توماس باخ، د ژاک ورگ د رياست پرمهال لس کاله د المپيک د نړیوالي کمېټې مرستيال وو او تر نورو سيالانو يې ډير چانس لاره.
باخ د ټاکنو د پايلو تر اعلانولو وروسته له ژاک روگ څخه د منني کولو پر مهال دا يو «ستر افتخار» ياد کړ او ويې ويل: «زه د زه له کومي له خپلو دوستانو څخه مننه کوم. دغه [ټاکنه] د اعتماد لرلو په معنی ده. زه به په ډېر مسئوليت سره دغه دنده تر سره کړم.»
توماس باخ چي تر اوسه پور يې د آلمان د المپيک د ملي کمېټې مسئوليت پر غاړه درلود د دغي کمېټې په بله غونډه کي چي د سپتمبر مياشتي پر ۱۶ او ۱۷ په فرانکفورت کي جوړيږي له دغه مقامه گوښه سي.
دا د المپيک د نړيوالي کمېټې په تاريخ کي لومړی آلمانی دی چي د دغي کمېټې مشرۍ ته ټاکل کيږي.
د توماس باخ د ټاکلو په اړه په آلمان کي غبرگون
د المپيک د نړيوالي کمېټې د مشر په توگه د توماس باخ، ټاکل په آلمان کي مثبت غبرگونونه را وپارول. د دغه هيواد صدراعظمي مېرمن انگيلا ميرکل له خوا په يوه پيغام کي د هغه ټاکل کېدل د هغه د «اعتماد» په معنی ياد کړل چي د المپيک په نړيواله کمېټه کي يې لري. هغې په دغه پيغام کي ويلي دي: «زه ډېره خوشحاله يم چي د آلمان ستاسو غوندي کسانو له خوا يې په نړيواله کچه ښه استازيتوب کيږي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي توماس باخ ته د بريا له کبله «د زړه له کمي» مبارکي ويلې ده او هغه يې «د آلمان د افتخار نښان» بللی دی.