د المان او فرانسې تر منځ اختلاف حل نه شو
۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبهد المان او فرانسې د حکومت مشران د یورو د حوزې د روان کړکیچ د حل په موخه په مختلفو لارو روان دي. دغه اختلاف د اروپا د اتحادیې په پرونۍ سرمشرییزه کې له ورایه ښکاره کیده.
په دغې سرمشرییزې کې د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند د خپل خلف سارکوزي، پر خلاف له صدراعظمې میرکل سره په نرمه لهجه خبرې نه کولې او د اروپا د روان مالي کړکیچ په حل کې ئې پر خپل هغه یو دریځ تینګار کاوه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ئې خپلو خلکو ته وعده ورکړې ده. هغه دا چې د اقتصادي سپما پر ځای، اقتصادي ودې ته باید زیاته موقع ورکړای شي. هغه څه چې د المان صدراعظمه ئې ور سره نه مني.
د ارپایي هیوادونو په سرمشرییزه کې د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند وویل: «موږ دلته نه یو راغلي چې د یو بل پر ضد مقابله وکړو. موږ یو بل ته هغه څه وایو چې فکر کوو. موږ خپل نظرونه ورکوو چې زموږ د هیوادونو له پاره څه ښه دي او څه ښه نه دي. موږ په دې سره خبرې کوو چې څرنګه کولای شو چې د اقتصادي ودې له پاره ښه شرایط چمتو کړو.»
د فرانسې ولسمشر ډیر زیات د ګډو اروپایي ارزښت لرونکو اوراقو چی «یورو بوند» ورته وایي طرفدار دئ. هغه د اروپايي هیوادونو د مشرانو به غونډه کې وویل چې د جون په میاشت کې به پر دې هکله پریکړه وشي.
د المان صدراعظمه دغه شان ګډ اروپایي ارزښت لرونکې اوراق یا یووو بوند نه مني. میرکل ټینګار کوي چې تر دې مخکی د اروپا د اتحادیې له غړو هیوادونو سره په دې هکله نورې موافقې شوې دي او دا چې هر غړی هیواد باید پر خپلو ژمنو ټینگ عمل وکړي. هغه وایي: «زه د دې مسالې قانوني بنسټ ته اشاره کوم. زموږ تر منځ تړل شوي تړونونه د دې مخالف دي چې موږ د یو بل ضمانت پر غاړه واخلو. په دغو تړونونو کې د یورو بوند موضوع هم شامله ده.»
میرکل وایي چې د گډو اروپایي ارزښت لرونکو اوراقو یا یورو بوند رامنخ ته کول د یورو په حوزه کې له اقتصادي ودې سره کومه مرسته نه شي کولای.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش