1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم بدلون د افغانستان لرغوني اثار ګواښي

۱۳۹۸ دی ۲۰, جمعه

د جګړو او لوټمارۍ له کبله زيانمن شوي لرغوني اثار اوس په افغانستان کې له يوه نوي ګواښ سره مخامخ دي، يعنې د اقليم بدلون چې دغسې مهم تاريخي ابدات له منځه وړي.

https://p.dw.com/p/3VzVI
Die leere Höhle der berühmten Buddha-Staue von Bamiyan, Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

د هندوکش په غرونو کې د باميانو دره پرته ده چې په تيږو کې توږل شوې د بودا مجسمې پخوا ولاړي وې. دغه اثار په ۲۰۰۱م کال کې طالبانو الوځولي دي. خو په غره کې دننه لا پخواني بودايي معبدونه او نقاشۍ شته.
په دغه دره کې د وريښمو د لارې د دورې د غلغلې ښار هم پروت دی چې لويديځې خوا ته يې د ضحاک ښار کلا قرار لري. کارپوهان وايي چې پر له پسې وچکاليو چې ورپسې سخت اورښتونه شوي دي، او دا چې په پسرلي کې د پخوا په نسبت ډېري واوري هم ويلې کيږي، نو ځکه دغه تاريخي اثار او ودانۍ اوس د نړېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
افغان چارواکو په ۲۰۱۶م کال کې د ملګرو ملتونو په يوه رپوټ کې خبرداری ورکړی وو چې دغه جوړښتونه «ښايي ونړيږي او له سختې شوړېدنې څخه هم زيان وويني» چې علت يې د اقليم د بدلون له کبله رامنځ ته شوي شرايط په ګوته شوي دي.
فيليپ مارکي چې په افغانستان کې د فرانسې د لرغونپوهنې د پلاوي مدير دی، د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي: «د شوړېدو بهيرونه لا چټک، اورښتونه لا تخريبونکي او د باد اغېز لا ډېر شوی دی چې پر اثارو باندې ډېر سخت تاثيرات لري.»
مارکي څو لسيزي په دغه سيمه کې کار کړی دی او وايي چې افغانستان «د جيولوجۍ له مخې په ډېر نازک حالت کې دی، په تېره له دې کبله چې د بوټو پوښښ يې تر ډېره له منځه تللی» چې علت يې د ونو وهل په ګوته شوي. د باميانو د سيغان ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۱کلن باقي غلامي، وايي چې «هوا په بدلېدو ده، اوس اوړي لا ګرم او ژمي لا يخ دي.» 
د باميانو د سيمې ډېری اثار تر اسلامي دورې دمخه دلته جوړ شوي دي، خو سره له دې چې په يو بل دين او مذهب پورې اړه لري، خو هغو ځايي اوسېدونکو چې د فرانسې له خبري اژانس سره خبرې کړې دي، په وياړ سره يې د سيمې تاريخ خپل بللی دی.

A painting of Buddha which was damaged b
د باميانو دره کې يو لرغونی انځورانځور: Getty Images/AFP/M. Hossaini

AFP/ns/nz