د افغان کابينې ليست ناورين بلل سوی
۱۳۹۳ دی ۲۹, دوشنبه
افغاني رسنيو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنوري ۱۹مه) خبر ورکړی دئ، چي د کابينې په ليست کي پر دغو درو تنو نومول سوو وزيرانو سربيره يوولس نور نومول سوي وزيران بيا دوگونی تابعيت لري.
د افغانستان د اساسي قانون له مخي هر هغه څوک چي د يوه بل هيواد تابعيت ولري، اجازه نه لري چي پر يوه دولتي چوکی وگومارل سي. اوس د افغانستان پارلمان پر دغو يوولسو وړانديزونو باندي غور کوي.
هر هغه څوک چي غواړي خپل ځان په افغانستان کي يوې دولتي چوکۍ ته ونوموي د هغه بل هيواد تابعيت به سپاري.
د پلان له مخي دغه ۲۷ کسان چي وزارتونو او لویو رياستونو ته نومول سوي دي، د سه شنبې په ورځ بايد پارلمان ته د تائيد له پاره ور مخته سي.
د کرهڼي او مالداري وزارت له پاره نومول سوي، محمد حيدري، د يکشنبې په ورځ دا ومنله، چي دی د ماليې د ميليونونو ډالرو د نه ورکولو په تور په ۲۰۰۳م کال په استونيا کي د انتر پول له خوا څارل سوی دئ. خو دغه ۵۲ کلن ويلي دي چي هغه بې گناه وو. حيدري په بالتيک هيوادونو کي د وارداتو او صادراتو يو شرکت لاره.
د افغانستان د جمهوري رياست يوه وياند ويلي دي، چي دوی په دې اړه خبر نه ول، چي گويا په حيدري پسې انترپول گرځي. د غني وياندي ويلي دي، چي اوس به دغه قضيه وپلټل سي.
د غني له پاره يو بل گوزار د دوشنبې په ورځ د ماليې وزارت له پاره د نومول سوي، غلام پوپل اعلان وو. پوپل ويلي دي چي نه غواړي وزارت وکړي. پوپل پر افغان تابعيت سربيره د امریکا دا هم لري.
پر دې سربيره بيا يوه وزارت ته نومول سوې، د دې له پاره چي د وزارت شرايط ئې پوره کړي وي خپله د زېږېدو نېټه بدله کړې ده.
د افغانستان د کابينې ليست يوه اوونۍ دمخه تر اوږده ځنډ وروسته اعلان سو. د دغه ليست د ځنډ سبب د غني او د هغه د رقيب او اجرائيه رئيس عبدالله ترمنځ پر څو وزارتونو باندي اوږده بحثونه ول.