"د افغان مېرمنو لاس ته راوړني به پر ځای وي"
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبهد بشري حقوقو د څار سازمان د افغانستان د څانګې شنونکې (Heather Bar) څه موده دمخه افغان کورنیو رسنیو ته ویلي ول چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو کمښت په هېواد کې د تېرو نږدې ١١ کلونو لاسته راوړني له منځه ولاړي شي.
په کابل کې د امریکا سفارت د مطبوعاتي څانګي غړې سلما شریفي له دویچه ویله سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، چې افغانستان په تېرو ١١ کلونو کې په بېلابېلو برخو کي په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لري.
د هغې په خبره، په تېرو يوولسو کلونو کې د روغتيايي خدمتونو ښه کیدل، د روغتيايي مرکزونو زياتېدل، د ښځو د مړيني د کچې کموالى، د ښوونځيو ډېروالى، په ښوونځيو کې د نجونو زياتوالى له عمده پرمختګونو څخه دي.
د میرمن شریفي په وینا د امریکا متحده ایالتونه له افغان نجونو او میرمنو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او دغه مرستي به نه یوازي چې کمي نه شي بلکې ډیروالی به هم ومومي:
«په تیرو لسونو کلونو کي ډير پرمختګونه شوي دي، دیرش سلنه د ټولو زده کونکو نجوني دي، دولس کاله مخکي دا امکان نه وو، په پوهنتونو کې هم دا لاس ته راوړني ویني، په بلخ پوهنتون کي ۴۵ سلنه محصلني دي، د افغانستان په امریکايی پوهنتون کي دیرش سلنه محصلني دي او دا به۵۰ سلنه ته لوړي کړو او زما په اند په راتلونکي کي په دغه برخه کې د پرمختګ شونتیا لا ډیره ده.»
د سفارت د دغې چارواکې په خبره چې دوی له افغان دولت سره په ګډه داسي پروژي پلي کړي او يا یي تر لاس لاندي دي، چې د افغانانو په ژوند کې یې روښانه بیلګي لیدلای شو.
هغه وایي: «په تیرو لسو کلونو کې مو۱۸۰۰ نرس قابلو ته زده کړي ورکړي او اغیزې یي د روغتیا په برخه کي وینو، له ۲۰۰۱ کال مخکې د مور او ماشوم د مړیني کچه د زیږون پر مهال د نړۍ په کچه تر ټولو هیوادونو لوړه وه خو اوس دا کچه ۱۶ سلنه د ماشومانو د زیږون پر مهال لږه شوې او د ۵ کلونو عمر لاندي ماشومانو د مړیني کچه کي ۲۳ سلنه کم والی راغلی دی چې دا یوه لویه لاس ته راوړنه ده چي وبه یي ساتو.»
که له یوه لوري د امریکا دولت له افغانستان سره د اوږد مهالو مرستو ډاډ ورکوی له بل لوري افغانان له دغه هیواد څخه غواړي چې د خپلو مرستو د دوام ترڅنګ دي له دوي سره په پوځي، بنسټيزو، اقتصادي، روغتيايي، پوهني او ښځو په برخه کې هم خپلي مرستې نه کموي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي له افغانستان سره د نړيوالي ټولني مرستې بايد لږه تر لږه تر راتلونکو ۱۵ کلونو پورې په همدې ډول ادامه ولري.