1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان عسکرو او امریکایي مشاورینو تر منځ د بې اعتمادي فضا

۱۳۹۴ مرداد ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې میشت امریکایي پوځي کارپوه جاش وایتن، پر خپلو افغان ملګرو ډیر اعتماد نه لري. هغه وایي: «هغوی به پخوا د پیرې تاور ته راتلل خو اوس دلته نه راځي ځکه چې زموږ تجهیزات به یې خرابول.»

https://p.dw.com/p/1GH3C
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

ویتن په ننګرهار ولایت کې په یوه داسې کمپ کې میشت دی چې پکښې افغان پوځ ته روزنه ورکول کیږي. اووه میاشتي مخکې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب د ناټو جنګي عملیات پای ته ورسیدل او روزنیز پروګرام یې پیل شو.

په دغه کمپ کې بهرني سرتیري اوس افغان ځواکونه په زړه نا زړه توب او شک روزي. د بهرنیو او افغان ځواکونو تر منځ شک له دې څرګندیږي چې د ننګرهار په روزنیز کمپ کې یو غزن سیم افغان او امریکایي پوځیان سره بیلوي.

په دې سیمه کې د امریکایي میشتو ځواکونو د «اسپنیز مثلث» په نوم عملیاتو پيل شوی ول چې د شنبې په ورخ پای ته ورسیدل. هغوی هر څه پخپله وکړل او افغان ځواکونو ته یې د مداخلې اجازه ور نه کړه.

وایتن وایي: «کله نا کله هغوی [افغان ځواکونه] هوایي ډزونه کوي. موږ نه پوهیږو چې هغوی ولې دا کار کوي.» دا هر څه د امریکایي او افغان ځواکونو تر منځ بې اعتمادي ښيي چې د «داخلي بریدونو» له کبله لا پسې ډیره شوې ده. یوازې یو کال دمخه یوه افغان عسکر کابل ته نزدې یو امریکایي جنرال وواژه.

د «اسپنیز مثلث» عملیاتو په ترڅ کې به امریکایي پوځي مشاورین د ورځي دوه واري هغي برخي ته تلل چې افغان ځواکونه پکښې میشت دي او هلته به یې له هغوی سره د طالبانو پر ضد عملیاتو په اړه خپل نظرونه شریکول. په دغو عملیاتو کې ۲۰۰۰ افغان سرتیرو، پولیسو او د ملي امنیت غړو ګډون لاره چې دنده یې په حسارک ولسوالۍ کې د طالبانو ځپل ول.

د ننګرهار په پوځي اډه کې د امریکايي مشاورینو مشر ادوارد بنکستون، وایي: «موږ ډیر وخت له هغوی سره معلومات شریکوو. دا هغه څه دي چې موږ یې کوو. زه یې په کيسه کې نه یم چې آیا هغوی زموږ پر مشورو عمل کوي او که نه. موږ یوازې هغوی ته مشوروې ورکوو.»

خو په هوایي برخه کې مشاورین بیا د ځمکني ځواک په پرتله ډیر خوشبینه دي. خو افغان پیلوټان بیا د تجیزاتو له زړښت څخه سر ټکوي.

د تجهیزاتو کمښت یوه بله ستونزه ده چې افغان ځواکونه ورسره لاس او ګریوان دي. خو یو افغان عسکر چې نه غواړی نوم یې واخیستل شي وايي چې په دې برخه کې یوڅه پړه د خپلو عسکرو هم ده، ځکه هغوی د خپلو وسلو سمه ساتنه نه کوي.: «د بیلګې په توګه زه هره ورځ خپله وسله پاکوم. خو دلته هیڅوک هم دغه کار نه کوي د وسلو سمه ساتنه نه کیږي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب