«د افغانستان په وضعیت کې له اټکل سره سم ښه والی نه دی راغلی»
۱۳۹۲ خرداد ۳۱, جمعهدیمیزیر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون د میاشتې ۲۱مه) په مزار شریف کې د خپل سفر په وروستي ساعتونو کې وویل: «امنیتي وضعیت بې ثباته پاتې دی، موږه د تیرو دوو کلونو په پرتله د ډیر پرمختګ انتظار درلود.»
د آلمان اردو د مې د میاشتې په وروسیتو کې دې ته اړ شوه چې تر مخه د شمال د امنیتي وضعیت په اړه اعلان شوي بر رسي تصحیح کړي او پر دې اعتراف وکړي چې په تیر کال کې د افغانستان په شمال کې د تاوتریخوالي پیښې ډیرې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت یونیم کال وروسته پای ته رسیږي.
دیمیزیر چې د پنجشنبې په ورځ د خپلو سرتیرو او له افغان چارواکو سره د خبرو اترو له پاره افغانستان ته تللی وو، وویل: «موږ په یوه منظم او ښه مسیر کې قرار لرو، خو دغه مسیر په بشپړه توګه د خوښې وړ نه دی.»
د آلمان د دفاع وزیر زیاته کړه: «دغه هیواد به هیڅکله د آلمان په شان له امن څخه برخمن نه شي. خو موږ د افغانانو د مسوولیت لاندې د یوې مناسبې امنیتې سطحې د رامنځ ته کولو له پاره کار کوو او زه په دې برخه کې په محدوده توګه خوشبینه یم.»
د آلمان د دفاع وزیر په قطر کې د افغان طالبانو سره د سولې د پروګرام په اړه وویل چې دغه خبرې اترې باید د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې تر سره شي.
طالبانو د سه شنبې په ورځ د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د خبرو اترو له پاره یو دفتر پرانیست. هغوی د طالبانو د واکمنۍ د وخت بیرغ پورته کړ چې د افغان حکومت غوسه یې راوپاروله. پر دې سربیره پر دغه دفتر باندې د «افغانستان اسلامي امارت» په نوم لوحه هم ځړول شوې وه.
دیمیزیر د طالبانو دې کار ته په اشاره سره وویل چې هغوی په تحرکاتو پیل وکړ او دا کار د قهر وړ وو.
د بلخ والي عطا محمد نور هم له دیمیزیر سره د ملاقات پر وخت د طالبانو پر دغه عمل نیوکه وکړه. هغه وویل: «دغه عمل البته موږه هم ډیر ناراحته کړي یو.»
خو پر دې سربیره هم د بلخ والي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو غوښتونکی شو او ویې ویل: «زموږ له پاره دا مهمه ده چې ټول افغانان د خپل هیواد د راتلونکي له پاره په ګډه کار وکړي.»
د آلمان د دفاع وزیر د خپلي کاري دورې له پیل څخه چې دوه نیم کاله پرې اوړي، د دولسم ځل له پاره افغانستان ته سفر وکړ. د جمعې په ورځ دیمیزیر افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه او بیرته آلمان ته ستون شو.