1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان په ختيځ کي ياغيان ډير شوي دي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۱۷, دوشنبه

د افغانستان په سرحدي ولايتونو کي د وسله والو طالبانو فعاليتونه او شمېر زيات شوی دی. د افغان پوځ يو لوړپوړی قوماندان وايي چي ياغيانو خپل ډير عمليات د دغه هيواد په جنوبي ولايتونونو کي متمرکز کړي دي.

https://p.dw.com/p/193Zy
انځور: ARIF KARIMI/AFP/Getty Images

د افغانستان په اوو جنوبي ولایتونو کې د افغان پوځیانو عمومي قوماندان جنرال محمد شریف یفتلي، د یکشنبې په ورځ وویل چې اوس په دې سیمه کې د تیر کال په پرتله د یاغیانو شمیر ۱۵سلنه لوړ شوی دی او په دې ترتیب سره سیمې ته ۵۰۰۰ نوي یاغي جنگیالي راغلي دي.

یفتلي وویل چې سیمه ته تازه رسیدلي ډیر جنگيالي پاکستانيان او چیچنيان دي. هغه د افغانستان د لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي، هغه څرگندوني هم تائید کړې چې په «پاکستان کې د یاغیانو ملاتړو اوس د هغوی مدرسې تړلې دي او جنگیالي یې افغانستان ته استولې دي.»

یفتلي ویلي دي: «هغوی [پاکستانیانو] دغه مدرسې په قصدي ډول تړلي دي. په پاکستان کې ۳۵۰۰ مدرسې دي، که هره مدرسه یو طالباب افغانستان ته واستوي، تاسو پخپله تصور وکړئ.»

اوس افغان حکومت او نړیواله ټولنه هڅه کوي چې د افغانستان یوولس کلنه جگړه د سولې له لارې پای ته ورسوي. په دې بهیر کې د پاکستان تقش ته په ډیره مهمه سترگه کتل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان پر روابطو اوس تر بل هر وخت ډیره د بې اعتمادي فضا حاکمه. د جنرال یفتلي او افغانستان د لوی درستیز څرگندونې کیدای شي دغه بې اعتمادي لا پسې زياته کړي.

تر دې مخکې د افغانستان لوی درستیز شیر محمد کریمي، په یوه مرکه کې ویلي ول چې که د پاکستان پیاوړی پوځ وغواړي نو په افغانستان کې یوازې د څو اوونیو په اوږدو کې سوله راوستلای شي. دا په داسې حال کې ده چي اسلام آباد د افغانستان دغه څرگندونې رد کړې دي.

جنرال یفتلي روښانه کړه چې د افغانستان په ختیځ کې د ملي اردو ځواکونو وروستیو عملیاتو د دې سیمې امنیت ډیر ښه کړی دی. هغه ټینگار وکړ چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو د نړیوالو ځواکونو د ډیر لږ ملاتړ غوښتنه وکړه. هغه ویلي دي چې د عملیاتو په پایله کې د افغانستان د ختیځ برخې مهمې مواصلاتي لارې له یاغیانو څخه پاکې شوې دي او یوازې د درو میاشتو په اوږدو کې۶۵۰ تنه یاغیانو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولایت اوسیدونکي وايي چې د حقاني شبکه اوس هم د دغه ولایت له۱۴ ولسوالیو څخه په پنځو کې یې له ډیر نفوذه برخمن دي.

افغان ځواکونه ډیر وخت هغه بهرنیان چې د جگړې پر مهال یې نیولې وي رسنیو ته هم ښکاره کوي. په وروستۍ پېښه کې هغوی د حزب الله په نوم یو ۲۲ کلن نیول شوي جنگیالی رسنیو ته ښکاره کړ. هغه وویل: «هغوی موږ ته وویل چې هلته کافران دي او ورشه ورسره وجنگیږه. زه له همدې کبله دلته راغلم.»

حزب الله له یوې مخابرې او کلا شینکوف سره د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی دی. د هغه په خبره افغانستان ته تر راتلو مخکې یې په پاکستان کې له ۱۳ نورو کسانو سره یوځای جنگي زده کړي کړي وې.

د پلان له مخې به ټول جنگي بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه به په خپله افغانانو ته وسپاري. یو شمیر کارپوهان گواښ کوي چې افغان ځواکونه ښايي په یوازیتوب د خپل هیواد د امنیت ټینگولو توان و نه لري، خو پخپله افغان ځواکونه او نړیوال ملاتړي یې دغه گواښونه ردوي او وایي چې د هغوی وړتیاوې ډیرې لوړې شوې دي.