د افغانستان ولسمشریزې ټاکني سپتمبر مياشتي ته وځنډیدې
۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبهد افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا علم نورستاني، د چهارشنبې په ورځ وویل چې ولسمشریزې ټاکنې یو ځل بیا وځنډیدې. د دوی د معلوماتو له مخي دغه ټاکني به د سپتمبر مياشتي پر ۲۸ نېټه ترسره شي.
میرمن نورستاني په ټاکنو کې د شفافیت راوستل او د رای ورکوونکو ثبتول د ټاکنو د ځنډیدو د لاملونو په توګه یاد کړل.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې باید په اصل کې د روان کال د اپریل میاشتې پر ۲۰مه نیټه ترسره شوې وای، خو دغو ټاکنو ته پوره نه چمتوالې او همداراز امنیتي لاملونو د دې سبب شول چي ټاکني جولای میاشتې ته وځنډيږي.
په تیرو پارلماني ټاکنو کې د پراخو بې نظمیو او درغلو د تورونو له کبله د ټاکنیزو کمیسیونونو ټول کمیشنران له دندې ګوښه شول او د ټاکنو د قانون تر تعدیل وروسته نوي کمیشنران وګومارل شول.
د نوي پلان له مخې به په سپتمبر میاشت کې ولسمشریزې، د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې یو ځای ترسره شي.
MJ/NZ (dpa)