1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان نویو سناتورانو لوړه وکړه

خلیل الرحمن امید/ کابل۱۳۹۳ دی ۲۰, شنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مشرانو جرګې د نویو استازو د لوړې په مراسمو کې له هغوی وغوښتل چې د حساب نیولو او حساب ورکولو برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي. هغه وویل چې د کابینې د معرفي کیدو له پاره زغم نتیجه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/1EIKm
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ لسمه) د مشرانو جرګې په تالار کې نویو سناتورانو ته لوړه ورکړه. ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې افغانان له یوې خوا ستړي شوي دي خو په وینا یې له بلې خوا یوې روښانې راتلونکې ته هیله مند دي. هغه زیاته کړه چې اوس په افغانستان کې ډېر مسایل د ټوپک پر ځای د سیاست له لارې هواريږي: «افغانستان هغه هیواد دی چې وروسته له دې به خپل ټولیز مسایل د سیاست له لارې هواري، نه د زور او ټوپک له لارې.»

ولسمشر غني په دغه مراسمو کې وویل چې په افغانستان کې سیاسي شهرت رامنځته کول اسانه کار نه دی او له نویو ټاکل شویو سناتورانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خلکو د باور له پاره باید د هغوی غوښتنو ته په ګډه ځواب ووايي. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه:

«حساب نیول او حساب ورکول دواړه په اساسي قانون کې معلوم دی، تاسو به حساب نیسئ او اجرائیه قوه به حساب درکوي. زما او ستاسو تړون به له ټولو وزیرانو سره دا وي چې په هرو شپږو میاشتو کې له خپلو کړنو درته رپوټ وړاندې کړي او که څوک په کې پاته راغلل په مخه دې یې ښه وي.»

امنیتي تړون او د نړیوالو باور

ولسمشر غني له مخکنیو سناتورانو څخه مننه وکړه چې له امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره یې د امنیتي تړونونو لاسلیکیدل تائید کړل. هغه وویل په دې سره افغانستان وکولای شول چې یو ځل بیا هم پر دغه هیواد د نړیوالو باور زیات کړي. د ښاغلي غني په وینا بې له دغو امنیتي تړونونو افغانستان نه شو کولای چې د خپلو ملي ځواکونو د روزنې او ‌تجهیز ملاتړ وکړي.

«د کابینې له پاره زغم پایله ورکړې»

له دې سره سره چې د ملي یووالي د حکومت له رامنځته کېدو تر سلو زیاتې ورځې تیرې شوي دي، خو بیا هم کابینه نه ده ټاکل شوې. د افغان ولسمشر په وینا دې ځنډ ښه پایله لرلې: «کابینه اعلانیږي. حوصلې نتیجه ورکړې. انشا الله هر څه به سم شي.»

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه هم ولسي جرگې ته د نوې کابیني د معرفي کولو له پاره کومه نېټه نه ده په ډاگه شوې