1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان سره د ستراتيژيک تړون پر سر د اروپايي اتحادې موافقه

۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيران ددوشنبې په ورځ دې پريکړي ته سره ورسېدل، چي مخکي له دې چي په ۲۰۱۴کال کي، د افغانستان څخه خپل سرتيري را وباسي، ددغه هیواد سره د يو گډ ستراتيژک تړون په اړه خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/13Art
انځور: DW

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو د نومبر پر څوارلسمه، د بروکسل په غونډه کي اروپايي کمېسون او ددغه کمېسون د خارجي اړيکو مشري کاترين اشتون ته د افغانستان دولت سره د ګډي همکارۍ او پرمختګ د تړون په باب خبري وکړي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هيګ په دې غونډه کي وويل: « کله چي په۲۰۱۴کال کي امنتي مسئوليت افغان ځواکونونو ته سپارل کيږي، حتمي ده چي د افغانستان سره د اروپايي اتحاديې د ملاتړ او همکارﺉ پلان معلوم وي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه وينا کي وويل:«نړيوال

ماموريت د امنيتي مسئوليت څخه د سياسي او اقتصادي همکارۍ خواته بدلون

مومي.»

د اروپايي اتحاديي۲۷غړي هيوادونه د افغانستان سره د مرستي له پاره د کاله يو ميليارد يورو برابروي.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو وويل، چي دا به د افغانستان سره د ژمنو لومړنی اوږد مهاله تړون وي، چي تر ۲۰۱۴م کال وروسته هم پر ځای وي.

د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو په اعلاميه کي راغلي:« په ۲۰۱۴کي به افغان حکومت په پوره حاکميت سره، ټول امنتي مسئوليت په غاړه واخلي او دا هيواد هڅه کوي، چي د نړيوالي ټولني د يو باثبا ته او مسئول غړي په توګه واوسي، تر څو د خلکو په خدمت کي وي او نړيوالو ژمنو ته احترام ولري.

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو پردې ټينګار وکړی، چي ددې پروسې

تر پوره پای ته رسېدو دې ته اړ دي، چي ددې هيواد څخه خپل ملا تړ جاري وسا تي.

دوی د اروپايي ټولني پر ژمنو زياته کړه، چي په انتخاباتي ادارو، عامه شتمنيو، د پارلمان او قضايي ادارو پر رول او د بشري حقونو د پراختيا له پاره څارنه وشي.

آژانسونه/ پروین مومند

کتونکی: نجيب الله زيارمل