1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ګمرکاتو عايد ۴۰ فيصده راکم سوی دی

۱۴۰۰ مرداد ۵, سه‌شنبه

له هغه وروسته چي وسله والو طالبانو په افغانستان کي د سرحدي ولايتونو پر مهمو برخو يا سرحدي لارو کنټرول ترلاسه کړی، د دغه هیواد د ګمرکاتو عايد راکم سوی دی.

https://p.dw.com/p/3y8Pc
Tadschikistan Afghanistan Grenze LKW
آرشيف انځور: د افغانستان او تاجکستان سرحدانځور: DW/Faskhutdinov

د افغانستان د ماليې وزارت وايي چي په دغه هيواد کي د ګمرکاتو عايد ۴۰ سلنه راکم سوی دی. د دغه وزارت ویاند د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱ کال د جولای ۲۷) د آلمان خبري آژانس ته وويل چي افغان دولت د روان لمريز کال په جوزا مياشت کي ۹۱،۲۵ ميليون امريکايي ډالر عايدات لرل چي په سرطان مياشت کي بيا ۵۷،۵ ميليونو ډالرو ته راټيټ سول. افغان حکومت په دې توګه په يوه مياشت کي ۳۳ ميليونه ډالره له لاسه ورکړي دي.

افغان حکومت تېره مياشت په شپږو ولايتونو کي ۷ ګمرکونه د طالبانو په مقابل کي له لاسه ورکړل. په دې کي د افغانستان تر ټولو لوی ګمرک اسلام قلعه هم شامل دی. د طالبانو له خوا نيول سوي ګمرکونه د ايران، پاکستان، تاجيکستان او ترکمنستان سره پر سرحدونو واقع دي.
 

خو افغان حکومت تر اوسه لا د يو شمير مهمو ګومرکونو کنټرول په لاس کي لري لکه په بلخ کي هيرتان او په فارياب کي آقينه. خو آقينه دمګړی فعاليت نه لري. ځايي چارواکو ويلي چي ترکمنستان له هغه وروسته خپل سرحد وتړی، چي طالبانو په فارياب ولايت کي يوه مياشت تر مخه زيات شمير ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندي راوستلې.

تاجيکستان هم له افغانستان سره د آی خانم پر بندر تجارت درولی دی، کوم چي په تخار ولايت کي د طالبانو تر کنترول لاندي دی.

افغانستان ته د پاکستان د سفير په وينا پر سپين بولدک باندي له څو اونيو راهيسي درېدلی تجارت د سه شنبې په ورځ بېرته فعال سو. دغه سرحد له هغه وروسته پرانيستل سو چي د پاکستان چارواکو د طالبانو د ځايي طالب قومندانانو سره د وېش په بازار کي خبري اتري وکړې.

آ./ا.ا./ن.ز.