د افغانستان د نفتو د استخراج داوطلبي يوې چينايي کمپنۍ گټلې
۱۳۹۰ مهر ۱۹, سهشنبهد کانونو او صنايعو وزارت وياند، جواد عمر دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل، چي د افغانستان دولت د شمالي ولايتونو د نفتي حوزې د نفتو د را ايستلو لپاره د بېلابيلو نړيوالو کمپنيو څخه څه نا څه يوه مياشت مخکي وړانديزونه تر لاسه کړي ول.
د هغه په وينا د دغو وړانديزونو په ډله کي يو وړانديزهم د چين د دولتۍ کمپني چي چاينا نشنل پتروليم نوميږي هم شامل وو.
د کانونو وزارت د وياند په خبره د آموسيند د نفتي حوزې د تيلو استخراج لپاره پر دغي چينايي کمپنۍ سربيره، د استراليا، انګلستان او منځنۍ اسيا د يو شمير هيوادونو شرکتونه په داوطلبۍ کي ګډون کړي وو.
جواد عمر زياته کړه، چي تر لومړي پړاو وروسته يوازي د چينايي او استراليايي کمپنيو وړانديزونه تر غورلاندي ونيول سول او د افغانستان د وزيران شورا وموندله چي د چاينا نشنل پتروليم کمپنۍ وړانديز د افغانستان په ګټه دی، ځکه يې نو دا قرارداد دغي کمپنۍ ته ورکړی.
د آمو سيند د حوزې د نفتو د استخراج قرارداد په افغانستان کي په تيرو لسو کلونو کي د نفتو تر ټولو لوی قراداد دی. د دغه قراداد په لاسليکولو سر به افغان حکومت هر کال ډير پيسي تر لاسه کړي او همداراز به يو ډير شمير افغانانو ته د کار زمينه برابره سي.
دغه قرارداد په افغانستان کي د طبعي زېرمو د کيندلو لومړۍ قرارداد نه دی، چي افغان حکومت يي د بهرنيو هيوادونو سره لاسليکوي.
د ۲۰۰۱کال را په دېخوا افغان حکومت په ډيرو مواردو کي خپلي ورځني چاري د بهرنيو هيوادونو په مالي مرستو پرمخ بيايي.
افغان ولسمشر، حامد کرزي، وزيرانو شورا او نورو مسلکي ادارو ته امر کړی چي د افغانستان د طبيعي زېرمو څخه د کار اخستلو په موخه لازم اقدامات تر سره کړي.
د افغان حکومت دا دوهم لو قرارداد دی چي د کانونو د استخراج په برخه کي يې د چينايي کمپنيانو سره کوي. تر دي پخوا په ۲۰۰۷کال کي د عينکو د مس کان چي د افغانستان تر ټولو لوی کان دی، د کيندلو قرارداد هم له يوې چينايي کمپنۍ سره لاسيک سوی وو.
که څه هم اوس مهال د عينکو د مسو د کان په کيندنه کي ځيني امنيتي ستونزي سته خو د چارواکو په حواله د دغه کان د کيدني چاري به ډير ژر پيل سي.
دويچه ويله/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل