د افغانستان د سړکونو ډېره برخه بيرته تخريب سوې
۱۳۹۲ آذر ۱۴, پنجشنبهد نړيوالي ټولني په مالي مرسته په تيرو لسو کلونو کي نزدې ۷۸۰۰ کيلومتره سړکان په ټول افغانستان کي جوړ سوي دي، خو ډېره برخه يې بېرته د ماينونو په چاودنو او يا طبيعي پيښو کي تخريب سوې ده.
د فوايد عامې وزارت معين انجنير احمد شاه وحيد له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «د سړکانو د ساتني او مراقبت موضوع له سترو چلينجونو څخه ده. دولت دې ته هيڅ پام نه دی کړی. د ساتني او مراقبت مصرف بايد د سړک له عوايدو څخه پوره سي خو تر وروستيو کلونو پوري دغسي يو څه وجود نه لاره.»
د کابل کندهار لويه لاره چي د افغانستان په بيا رغاوني کي تر ټولو ستره پروژه بلل کېده اوس يې ډېره برخه د سړک د غاړي ماينونو په چاودنو کي تخريب سوې ده.
د فوايد عامې وزارت د معلوماتو له مخي د دغي لاري په اوږدو کي نزدې ۱۸۹ پلچکونه او ۱۲ پلونه د ماينونو په چاودنو کي تخريب سوي دي ولي د بيا رغاولو له پاره يې خاصه بودجه نه لري.
حلقوي سړک
د حلقوي سړک د جوړېدو پروژه چي د افغانستان پلازمېنه له شمال، شمال ختيځ، لوېديځ او جنوب سره وصلوي تر اوسه پوري تکميل سوې نه ده. د فوايد عامې وزارت وايي چي د دغه سړک ۹۰ سلنه برخه جوړه سوې ده او پاته نوره به يې هم جوړه سي.
د فوايد عامي وزارت د چارواکو په خبره د حلقوي سړک د جوړېدو چاري اوس په بغلان، بادغيس او هرات کي رواني دي. د دغه وزارت معين احمد شاه وحيد وويل چي د حلقوي سړک د جوړېدو پر وړاندي نا امني خنډ ده: «دښمنان هيڅ وخت نه غواړي چي موږ ښه سړکونه ولرو. زموږ د سړکونو د جوړېدو کار په وارو وار ځکه ځنډېدلی دی چي کارګر مو وژل سوي دي او سامانونو ته مو اور اچول سوی دی.»
د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي چي د حلقوي سړک د جوړېدو چاري به په راتلونکو څلورو کلونو کي بشپړي سي.
راتلونکی پلان
د افغانستان د فوايد عامې وزارت وايي چي د نورو سړکانو د جوړولو پلان لري. په پلان کي ده چي په نژدې راتلونکې کي به د کابل- جلاآباد د دوم سړک د جوړولو چاري پيل سي.
د فوايد عامي وزارت د کابل پراون د دوهم سړک چاري هم پيل کړي دي. وحيد وويل چي په هلمند او پکتيکا کي به هم د سړکانو د جوړولو چاري پيل سي. د دغه وزارت په خبره د سړکانو په برخه کي د افغانستان د اړتيا د پوره کولو له پاره بايد د اوسنيو جوړ سوو سړکانو ترڅنګ ۱۲۵ زره کيلومترو نور سړکان هم جوړ سي.