1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولی پر خبرو د اسامه د وژلو اغیزه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

د اسامه بن لادن مړینه ښایی لنډمهال کی د افغانستان پر روانی جگړی ډیری کمی اغیزی ولری، خو کارپوهان وایی چی د القاعدی د شبکه د مشر مړینه کیدای شی په اوږد مهال کی په دغه هیواد کی د سیاسی حل لپاره لاره هواره کړی

https://p.dw.com/p/119HB
حامد کرری او د سولی د شورا مشر
حامد کرری او د سولی د شورا مشرانځور: AP

کارپوهان وایی چی د اسامه مړینه به لویدیځه نړی هم د افغانستان د خبرو اترو بهیر کی ښکیل کړی او د همدی وجی نه به په افغانستان کی د خبرواتر بهیر ښی پایلی راوړی.

د سیاسی چارو ډیر شمیر څیړونکی دا خبره هم کوی چی د اسامه مړینه به افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بهیر کومه اغیزه ونه لری. دوی وایی چی دغه بهیر به د روان کال په جولای میاشتی کی پیل شی او د 2014 کال تر پایه به پوره شی.


د امریکا په مشری د ناټو ځواکونه په 2001 کال کی افغانستان راغلل ترڅو د طالبانو رژیم په دغه هیواد کی ‌‌ړنگ کړی ځکه چی دوی نړیوالی ټولنی ته د اسامه د تسلیمولو څخه انکار کړی وه. اوس د افغانستان د جگړی څخه لس کاله تیر شوی او د امریکا او نورو هیوادونو پر دولتونو چی افغانستان کی سرتیری لری د هری ورځی په تیریدو سره عام فشار د ډیريدو په حال کی دی ترڅو د افغانستان څخه خپل پوځیان وباسی.

د افغانستان د چارو څیړنکی، مارتین فن بیلیرت، په دی اړه وایی: « زه فکر نه کوم چی متحده ایالات د اسامه مړینه، افغانستان څخه د وختی وتلو یوه بهانه جوړه کړی، خو د امریکا دولت به د خلکو د فشارونو په وړاندی مقاومت ونه شی کولای.»

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند، ظاهرعظیمی وایی چی د اسامه بن لادن د مړینی سره ښایی په افغانستان کی د لنډی مودی لپاره د طالبانو په بریدونو کی زیاتوالی راشی خو په اوږدمهال کی به په دغه هیواد کی امنیت او ثبات تامین کړي.

د اسامه بن لادن مړینه کیدای شی چی په اوږد مهال کی په افغانستان کی د طالبانو سره د خبرواترو په اړه د غربی نړی نظر بدل کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو یو پخوانی چارواکی په یوی مجلی کی لیکلی چی د اسامه بن لادن مړینی د واقعی خبرواترو لپاره نوی موقع برابروی. که څه هم متحده ایالاتو ویلی چی د بن لادن مړینه، په افغانستان کی د جگړی د پای په معنی نه ده خو امریکا باید د دغی موقعیت څخه ښه استفاده وکړی او داسی شرایط برابر کړی چی افغانستان د سولی او ٍثبات په لور روان شی.

د اسامه مړینه کیدای شی په افغانستان کی د سولی دعالی شورا پر کارونو هم مثبته اغیزه وکړی. دا په داسی حال کی ده چی د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیری، هیلری کلینتن، د اسامه د مړینی څخه وروسته پر طالبانو غږ وکړ چی په افغانستان کی د سولی د بهیر سره یوځای شی. دی وویل: « تاسو مونږ ته ماته نه شی راکولی خو کولای شی سمه لاره انتخاب کړی او د سولی د بهیر سره یوځای شی.»

که څه هم د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه پر طالبانو وار وار غږ کوی چی د سولی د بهیری سره یوځای شی او د القاعدی سره خپلی اړیکی پری کړی، خو د افغانستان د چارو کارپوه، توماس روتن، وایی چی افغان طالبان د القاعدی سره ډیری قوی اړیکی نه لری. دی وایی چی په 2001 کال کی پر امریکا کی د سپتمبر د تروریستی بریدونو د عاملینو ترمنځ یو افغان هم نه وه. دی زیاتوی چی د القاعدی په مشري کی هم کوم افغان نه شته.

دا په داسی حال کی ده چی په افغانستان کی میشت د ناټو چارواکی وایی چی دوی په تیرو پنځو اونیو کی د القاعدی د شبکی 25 غړی په افغانستان کی وژلی دی.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی/ عبدالباری حکیم