د افغانستان د جگړې په اړه بدبيني
۱۳۹۱ اسفند ۲۳, چهارشنبهد امريکا پوځ د طالبانو پر وړاندې پرمختګ او د افغان ځواکونو د روزلو په برخه کې تل مثبت نظر ورکړی دی، خو د متحده ایالاتو سنا ته د استخباراتو په وړاندې شوي کلني راپور کې په دې اړه ډیره خوشبیني نه ده ښکاره شوې.
استخباراتي سازمانو خبرداری ورکړی دی چې په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به د لوېدیځ له خوا پر مرستو کموالی د افغانستان اقتصاد له رکود سره مخامخ کړي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیت سپارلو له امله د جګړې پرمختګ ښایي له ازمایښت او نازکه حالت سره مخامخ شي.
په دغه راپور کې راغلي دي: «موږ په دې نظر یو چې د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو په مشرۍ وسله وال مخالفت له منځه وړل شوی دی، خو بیا هم د بیرته منظم کیدو توان لري او د متحده ایالاتو او نړیوال اهدافو ته ګواښ پیښولای شي.»
د متحده ایالاتو سنا ته دغه راپور د سه شنبې په ورځ «د ۲۰۱۳کال د مارچ میاشتې دولسمه» د امریکا د ملي استخباراتو د مشر جیمز کلېپر له لوري وړاندې شوی دی.
دغه رپوټ زیاتوي چې د طالبانو مشرتابه اوس هم د پولي بلې غاړې ته په پاکستان کې پټنځایونه لري «چې هغوی ته د خپل خوندیتوب د ویرې پرته د وسله وال مخالفت د ستراتیژیکې راهنمایې اجازه ورکوي.»
په نوموړي راپور کې زیاته شوې ده چې د امنیت په برخه کې پرمختګ په ځانګړې توګه په هغه ځایونو کې نازک دی چي په ۲۰۱۰کال کې د متحده ایالاتو زیات شمیر اضافي سرتیري ځای پر ځای شوي ول. دغه سیمې اوس افغان اردو او پولیسو ته د سپارلو په حال کي دي.
د متحده ایالاتو سنا ته وړاندې شوی دغه رپوټ وړاندې کاږي چې افغان ځواکونه په دې توانیدلي دي چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې د غټو ښارونو او سړکونو امنیت ټینګ کړي. خو د افغانستان هوایي ځواک چې د څرخۍ او کوچنیو الوتکو په واسطه د مجهز کیدو په هڅه کې دی یو څه پرمختګ کړی دی.
راپور د القاعدې ترهګرې شبکې په اړه وایي، چې د دغه ډلې نفوذ راکم شوی دی او یوازي تبلیغاتي پروپاګند کوي.
رپوټ زیاتوي، د افغانستان اقتصاد چې په تیرو کلونو کې یې په پرلپسې توګه وده کړې ده له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر راوتلو وروسته یې د سستې ودې اټکل شوی دی.