1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان د جګړې تاوان زیات دئ»

۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبه

د امريکا د کانګرس غړو چې د خپل هیواد د راتلونکي کال د دفاعي لګښت په هکله بحث پیل کړ نو د افغانستان په جګړه کې ئې د ولسمشر اوباما حکومت په نیمګړتیاوو او د ولسمشر کرزي حکومت په بې کفایتۍ تورن کړ.

https://p.dw.com/p/15b2H
انځور: dapd

د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د دواړو سترو ګوندونو ځیني غړي چې د افغانستان د جګړې له پایلو څخه ناراضه دي، د افغانستان د حکومت پر وړاندې خپله غوسه ښکاره کړه او شک ئې څرګند کړ چې هغه به د دې توان ولري چې د کړکیچ په حل کې د پام وړ پرمختګ وکړي. هغوی د دغه کړکیچ دوام د خپل هیواد له پاره له ځاني او مالي لحاظه یو سخت تاوان وګاڼه.

د جمهوري غوښتونکو یو استازي والترجانز، چې د هغه په ایالت کې د متحده ایالاتو د پوځ د سمندري ځواکونو ستره اډه پرته ده وویل: «زه نه شم کولای هغه قانون منظور کړم چې افغانستان ته په میلیاردو، په میلیاردو او په میلیاردو ډالر استوي.»

جانز په خپلې وینا کې وویل: «ما څه د پاسه ۱۰۴۷۴ لیکونه هغو کورنیو ته لاسلیک کړل چې په عراق کې ئې خپل عزیزان له لاسه ورکړل.» نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «اوس هغه وخت را رسیدلی دئ چې کانګرس ۷۲ سلنه امریکایانو ته غوږ ونیسي چې غواړي سبا ته نه، بلکې همدا نن خپل عسکر راوباسي.»

بل جمهوري غوښتونکي دانا رورا بکر، چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې ئې له افغان مجاهدینو سره د شوروي ضد مقاومت کې ملاتړ کاوه، وویل چې د دغې جګړې دوام یوازې متحده ایالاتو ته تاوان رسوي: «څومره چې زیات موږ هلته پاتې کیږو، هومره مو دښمنان زیاتیږي.»

هغه وویل: «اسامه بن لادن ووژل شو. افغانستان له طالبانو څخه لا ډیر مخکې پاک شوی دئ، نو اوس هغه وخت را رسیدلی دئ چې موږ د خپل بریالیتوب اعلان وکړو او خپل سرتیري راوباسو.»

د استازو د مجلس دموکرات غړي پیتر ویلچ، وویل چې په افغانستان کې د «ملت جوړونې» له پاره د امریکا د پالیسۍ اغیزمنتوب به د تاریخ په عدسیه کې هسې تر پوښتنې لاندې ونیول شي لکه «د لومړۍ جګړې د مورچلو د اغیزمنتوب په څير.»

هغه د خپلې دې خبرې د روښانه کولو له پاره وویل: «تاسې هغه شریک ته اړتیا لرې چې رښتیا هم ستاسو شریک وي. د کرزي حکومت اختلاس ځپلی دئ، نو اوس یوازې دا پوښتنه عنوان کیږي چې څه وخت موږ شا ته قدم واخلو.»

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د جګړی د مخالفینو دغه څرګندونې به د دفاعي بودجې پر پلان باندې څه اغیزه وکړي، که نه. ځیني استازو وویل چې هغوی به د کړنلارې د بدلون له پاره په دفاعي بودجه کې د تعدیل وړاندیزونه وکړي، خو ډیری دغه ډول څرګندونې په عمومي بحث کې مطرح شوي دي، نو په هغو هڅو کې الزامي شکل نه لري چې د وړاندې شوې بودجی په تخصیص کې بدلون راولي.

پر دغه بودجه باندې بحث د جمعې تر ورځې پورې دوام کوي. ویل شوي دي چې د سنا مجلس د ۲۰۱۳ مالي کال له پاره، چی په همدې اکتوبر کې پیلیږي، ۵۱۹ میلیارده ډالر د دفاع وزارت لګښتونو ته ځانګړې کړي دي. چارواکي وایي چې دا د تیرې بودجی په پرتله ۱.۱ میلیارده زیات دي.

په دغه بودجه کې د افغانستان د جګړې او نورو بهرنیو عملیاتو له پاره ۸۸.۵ میلیارده ډالر هم شامل دي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض