د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون درجه بندی راټیټیدای شي
۱۳۹۲ شهریور ۲۶, سهشنبهد بشري حقونو په برخه کې د ملگرو ملتونو کمیشنرې ناوي پیلي، د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه پریکړه کیدای شي د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون د پنځو غړو د گومارني د څرنگوالي له کبله وشي.
د روان کال په جون میاشت کې افغان ولسمشر حامد کرزي د بشري حقونو کمېسیون ته پنځه نوي غړي معرفي کړل. په دغو پنځو نویو غړو کې د طالبان د واکمنۍ یو ملا، د یوه افغان بنسټ پالې گوند غړی او د پولیسو یو جنرال هم شامل وو. د دغو کسانو پر گومارنې باندې د بشري حقونو فعالینو سختې نیوکې وکړې. میرمن پیلې په کابل کې خبریالانو ته وویل: «دا [د افغانستان د بشري حقونو له کمیسیون څخه د A درجې اخیستل] به د اوسني افغان حکومت په لاس ته راوړنه کې د پام وړ پر شا تگ وي.»
میرمن پیلي دې خبرې ته اشاره وکړه چې د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون د درجه بندۍ راټيتیدل کیدای شي چې له دې کمیسیون سره مالي مرستې هم راکمې کړي. هغې وویل: «که د [بشري حقونو] کمېسیون درجه بندي راکښته شي نو کیدای شي دا به له دغه کمیسیون سره مالي مرستو ته هم تاوان ورسوي.»
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ۲۰۰۸ کال کې د Paris Principles سیستم له خوا په لومړي درجه بندي کې شامل شوی وو. د Paris Principles سیستم د نړۍ په څه نا څه ۱۰۰ هیوادونو کې د بشري حقونو سازمانونه درجه بندي کوي. دغه سیستم په هرو پنځو کلونو کې یو وار د یوه هیواد د بشري حقونو د سازمان پر درجه بندي باندې کره کتنه کوي.
د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون مشرې میرمن سیماسثمر، هم وویل چې که د سازمان درجه بندي یې راکښته شي نو د ملگرو ملتونو او بشري حقونو نړیوال میکانیزمونو ته د هغوی په لاسرسي کې به هم محدودیتونه رامنځ ته شي. هغې دا خبره هم روښانه کړه چې له دې سره د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په تمویلوونکو سازمانونو کې هم کمۍ راتلای شي. میرمن سثمر وویل چې د هغې کمېسیون ته د ځینو نویو پیژندل شویو کمیشنرانو سابقه «ښه او قوي نه ده». سمر له دې سره د ولسمشر کرزي پر ادارې باندې د دغو کسانو د معرفي کولو له کبله سخته نیوکه وکړه.
د بشري حقونو له پاره د ملگرو ملتونو کمیشنرې ناوي پیلي وویل چې هغې له ولسمشر کرزي سره په خپله لیدنه کې له هغه څخه غوښتي دي چې د نويو ټاکل شویو کمیشنرانو په اړه خپل دریځ بدل کړي.