1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د افغانستان حکومت د ځان وژنې پیښو د مخنیوي له پاره څه کوي؟

۱۳۹۶ شهریور ۲۶, یکشنبه

د افغانستان د عامه روغتیا وزارت د ځان وژنۍ د مخنیوي نړیواله ورځ د «خپل يوه دقيقه وخت ورکړئ او يو ژوند وژغورئ» تر شعار لاندې ولمانځله. چارواکي وایي چې په افغانستان کې ډیر وخت تنکي ځوانان په ځان وژنه لاس پورې کوي.

https://p.dw.com/p/2k8Nv
Symbolbild - Überarbeitung
انځور: Fotolia/ lichtmeister

د عامه روغتيا وزارت چارواکو په وينا ځان وژنه په افغانستان کې يوه ټولنيزه ستونزه ده. دغه وزارت وايي چې په افغانستان کې د دغې معضلي ډيری قربانيان تنکي ځوانانو په ځانګړې ډول بیا پيغلي دي. همدا شان د زيات عمر لرونکي کسان؛ د جنسي تاوتريخوالو، کورنيو او نورو مختلفو تاوتريخوالو قربانيان؛ په روحي ناروغيو اخته او په مخدره موادو روږدي انسانان هم په افغانستان کې د ځان وژنې پيښو په قربانيانو کې راځي. 

د روغتيا وزارت د ځان وژنو په اړه مشخص شمیرې نه لري خو د دغه وزارت چارواکي وايي چې په تيرو کلونو کې يوازې په کابل، هرات او لوګر ولايتونو کې ۲۳۰۰ تنو په ځان وژنې لاس پورې کړی دی.

د روغتيا وزارت د صحي خدماتو د وړاندې کولو د څانګې معين داکتر فدا محمد پيکان، د یکشنبې په ورځ د ځان وژنې د مخنيوي په اړه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې ۹۵ سلنه کسان چې په ځان وژنې لاس پورې کوي هغه نجونې دي چې د ۱۴ څخه تر ۱۹ کلونو پورې عمر لري. پیکان د ځان وژنو د ډولونو په اړه وويل: «له هرات ولايت څخه د ځان سوځونې رپوټونه ورکړل شوي، په کابل کې د حشراتو د وژنې له درملو څخه د استفادې خبره شوې، په بدخشان کې په اوبو کې د ډوبيدو په پایله کې ځان وژنې شوي او د طبي درملو څخه استفاده بيا په ډيريو ولایتونو کې لیدل شوې ده.»

د عامې روغتيا وزارت چارواکو په وينا هرات، فراه، کندهار او نيمروز د افغانستان هغه ولایتونه دي چې د ځان وژنې لوړ آمار لري. د دغه چارواکو به خبره په دې ولایتونو کې د ځان وژنې د پیښو د لوړوالي لاملونه د نورو تر څنګ د ناوړو دودونو شتون، د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي.

د عامې روغتيا وزارت موندنې ښيي چې د پيښو ډيری قربانيان او زيان ليدونکي ځوانان او تنکي ځوانان دي. په دغو مراسمو کې د يوه ښوونځي زده کونکې سارا وويل چې هغه ژوند ته هيله منده ده خو که چيرته خلک د هغې هيلو ته د رسيدو په لار کې خنډونه واقع کړي، نو ښايي دا هم ځان وژنه وکړي. هغې وويل: «زه ډيرې هيلې لرم. غواړم تعليم وکړم او يوه ورځ خلکو ته خدمت وکړم. خو ډاډه نه يم، ښايي يوه ورځ زه هم د ژوند د فشارونو له امله لاس په ځان وژنه پورې کړم. ځکه خو مې وغوښتل چې نن د خپل زړه حال له تاسو سره شريک کړم.»

نور مطالب:

«په افغان مهاجرو کي د څان وژني هڅي ډيري سوي»

په غور کي ولي د موږکانو پر دوا بنديز لگېدلی؟

متخصصين وايي چې ځان وژنې خپلې نښې نښانې لري چې لرونکي یې کیدای شي په ځان وژنه لاس پورې کړي. په دغو علایمو کې خپګان، د نشه يي توکو استعمال، ټولنيز رواني فشارونه، بيکاري، بې وزلي، له کورنيو او ټولنې څخه تجريد يا لرې کيدل، اقتصادي زيانونه، سختۍ او نا اعلاجه ناروغۍ لکه سرطان او ايدز شامل دي.   

د روغتيا وزارت وايي چې د ځان وژنې د مخنيوي په موخه يې يو لړ پروګرامونه په لاره اچولي دي. د تاوتريخوالي قربانيانو په ځانګړې توګه نجونو او ښځو ته د ټولنيز رواني مشورو کورسونو په لاره اچول، په لويو روغتيايي مرکزونو کې رواني ناروغانو ته د مشورو ورکولو په برخه کې د ۲۰۰ تنو رواني مشاورانو استخدام او روزنه هغه اقدامات دي چې دغه وزارت د ځان وژنې د مخنيوي په برخه کې ترسره کړي دي. 

ياد وزارت دغه راز د ټولنيز رواني مشورو په برخو کې ۱۰۸۰ تنو متوسطه صحي کارمندانو ته روزنې ورکړي دي. د دغو روزنو په پايله کې څه باندې ۵۰۰۰ تنو د ځان وژنې د علايمو او د دې کار د مخنیوي په برخه کې معلومات ترلاسه کړي دي. د روغتيا وزارت دغه راز د ځان وژنې د مخنيوي په موخه په ښوونځيو کې هم د پوهاوي ۵۰۰ جلسې ترسره کړي دي.

د ځان وژنې د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا د وزارت بل پروګرام د خپګان او ځان وژنې څخه د مخنيوي په اړه د زر جلده مجلو چاپ او ويش دی. دغه مجلې د هرات ولايت په ښوونځيو او ټولنه کې ويشل شوي. دغه راز په نورو ولايتونو کې د پوهاوي جلسې په لاره اچول شوي دي.

دغه وزارت په روغتيايي مرکزونو کې د ټولنيز رواني مشورو په برخه کې مشاورين په دندو ګمارلي دي ترڅو خلکو ته د ځان وژنې د مخنيوي په اړه پوهاوی او معلومات ورکړي.        

خو داکتر فدا محمد پيکان وویل چې د ځان وژنې مخنیوي يوازې د عامې روغتيا وزارت له خوا امکان نه لري او په دې برخه کې بايد ټولې دولتي ادارې برخه واخله. هغه وویل: «د نامزدۍ او ودونو پر وخت د ښځو د انساني حقونو رعايت کول، په پوهنتونونو کې د ځوانانو د جلب و جذب زياتول، د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا د کاري فرصتونو رامنځ ته کول کولای شي چې د ځان وژنو څخه مخنيوي وکړي».

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې بي سوادي، دوامداره جګړه او د هغې بدې پاېلو مرسته کړې ده چې د ځان وژنو او ځان ځورنې پیښې هم ډیرې شي.