1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان، تاجیکستان، ترکمنستان د اورگاډي پروژه پرانیستل سوه

مسعود جهش (آژانسونه، د افغان ولسمشر د دفتر پاڼه)۱۳۹۲ خرداد ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان، ترکمنستان او تاجیکستان ولسمشرانو د چهار شنبې په ورځ د دغو هیوادونو تر منځ د اورگاډي د یوې پټلۍ جوړولو پروژه پرانیستله. د اورگاډي دغه پټلۍ به له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري تاجیکستان ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/18jsr
Eisenbahnschiene in Iran.
Iran - Eisenbahnانځور: IRNA

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر ویلي دي چې افغان ولسمشر حامد کرزی، د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جون ۵) د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په راس کې د درو گاونډیو هیوادونو تر منځ د اورگاډی پټلۍ د غځولو پروژې د افتتاح کولو په موخه ترکمنستان ته رسیدلی دی.

ولسمشر کرزی چې د دغې پروژې د پرانيستلو له پاره ترکمنستان ته سفر کړی دی دغه پروژه تاریخي بللې ده، او ویلي یې دي چې افغانستان به د دغي پروژې د پلي کولو له پاره خپل ټول تلاښونه وکړي. تمه کیږي چې د اسیا پراختیایي بانک د دغې پروژې د تمویلولو په برخه کې مرسته وکړي.

د دغې پټلۍ اوږدوالی نزدې۴۰۰ کیلومترو ته رسیږي او په واسطه به یې افغانستان له خپلو دغو دوو گاونډیو سره د اورگاډي د پټلۍ له لارې وصل شي.

د دغو درو سرو هيوادونو مشرانو د نوروز جشن د لمانځلو په ترڅ کې په خپله ناسته کې د اورگاډي د دغې پټلۍ د غځولو تړون لاسلیک کړی وو. د اورگاډي دغه پټلۍ د ترکمنستان له آتامراد او امام نظر له ښارونو څخه پیلیږي او د افغانستان له اقینه بندر او اندخوی څخه تر تیریدو وروسته تاجیکستان ته رسیږي.

د دغو درو هیوادونو مشرانو د اورگاډي پټلۍ غځلو تړون د لاسلیکولو پر مهال له اسیایي مالي سازمانونو څخه وغوښتل چې دغه پروژه تمویل کړي. ویل شوې دي چې دغه پروژه له ۱.۵ میلیاردو څخه تر دوو میلیاردو امریکایي ډالرو پورې لگښت لري.

امام علي رحمان په عشق آباد کې د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال ویلي ول چې ښه به دا وي چې د اسیا د توسعې بانک، اسلامي بانک او جاپان دغه پروژه تمویل کړي.

افغانستان اوس مهال یوازې په بلخ ولایت او د حیرتان په ښارگوټي کې له ازبکستان سره د اورگاډي نښلونکې پټلۍ لري. له دې پټلۍ څخه ډیر وخت د تجارتي موادو د لیږد په موخه کار اخیستل کیږي. اوس مهال د افغانستان ډیر سوداگري مواد د پاکستان له لارې دغه هیواد ته رسیږي.