1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افریقايي ټولنې پنځوسمه کلیزه

عبدالباري حکیم (لودجر شادموسکي)۱۳۹۲ خرداد ۳, جمعه

افریقايي ټولنه د شنبې په ورځ خپله ۵۰ کالیزه لمانځي. دغه ټولنه په ۱۹۶۳ کال کې د «افریقا د یووالي د سازمان» تر نوم لاندې جوړه شوه او له استعمار څخه د افریقا د ژغورنې او د نژاد پالنې د پای ته رسولو په برخو کې یې کار پیل کړ.

https://p.dw.com/p/18dQz
Johannesburg, SOUTH AFRICA: Former South African President Nelson Mandela is presented with a gift as honorary member of the Pan African Parliament Trust fund 13 November 2006 in Johannesburg. uccess in the battles against poverty, unemployment and AIDS is crucial to the viability of democracy in Africa, Nelson Mandela told a meeting of the continent's own parliament todya. AFP PHOTO/FATI MOALUSI (Photo credit should read FATI MOALUSI/AFP/Getty Images)
Bildergalerie 50-jähriges Jubiläum der Afrikanischen Union AUانځور: F. Moalusi/AFP/Getty Images

د حبشې په پلازمینه ادیس ابا با کې د ۱۹۶۳ کال د مې په ۲۵ د ګانا د هغه وخت ولسمشر کوامي نکرومه، چی شپږ کاله مخکې یې خپل هیواد له بریتانوي استعمار څخه آزاد کړی وو، د افریقا د یووالي د جوړښت لومړي کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل: «دا چې نن په ادیس ابا با کې د ۳۲ دولتونو استازي سره راغونډ شوي دي د آزادي او خپلواکي له پاره زموږ د ولسونو د هڅو څرګنده نښانه ده. د افریقا ټولې وچې موږ ته واک راکړی چې په دې کنفرانس کې د خپل یووالي له پاره د بنسټ ډبره کیږدو.»

د ګانا د هغه وخت ولسمشر نکرومه چې د «پان افریقایي» یا افریقایي اتحاد د مفکورې د پلار په توګه هم یادیږي نه یوازې د استعمار او نژاد پالنې ضد افریقایي دولتونو د یوه پیوستون له پاره یې لاره هواره کړه، بلکه غوښتل یې چې دغه وچه له اقتصادي لحاظه پیاوړې شي او د هغې هر دولت له سیاسي لحاظه خپلواک وي.

خو د افریقایي یووالي د سازمان ستره مفکوره یعنې د خپلواکو دولتونو په کورنیو چارو کې نه لاس وهنه، په پای کې د دغه سازمان له پاره پر یوې سرخوږي باندې بدله شوه. په دې ترڅ کې د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستي کلونو کې د بدلون او پرمختګ تر نامه لاندې په مختلفو دولتونو کې پوځي کودتاوې وشوې او د کورنیو جګړو اورونه یې بل کړل.

د حبشې پخوانی دیپلومات مینګیسته دستا، دا خبره چې د افریقا د یووالي سازمان د دغه ناورین په مخنیوي کې پاتې راغی نه مني. هغه وایي: «زه دا تور په کلکه ردوم چې د افریقا د یووالي سازمان بې لاس او پښو سازمان وو. برعکس زه هغه یو ډیر بیاوړی جوړښت ګڼم. سړی باید د هغه د جوړښت اصلی موخې ته نظر واچوي. یعنې له یو استعماري او نژادي پالونکي نظام څخه د افریقا د ټولې وچي ژغورل.»

خو په ادیس ابا با کې د امنیتي څیړونو له انستیتوت څخه ډاکټر مهاري مارو، چې د افریقا د اتحادیې په چارو کې کارپوه دی له نوموړي نظر سره موافق نه دی او وایي چې يوازې د تیر وخت د مفکورې په لاس ته راوړونو باندې بسیا په کار نه ده. هغه زیاتوي: «د استعمار او نژاد پالنې پای د نوو بحثونو له پاره لاره هواره کړه. هغه داچی د پان افریقا نوې موخې کومې دي؟ د دی له پاره یوه جوړښت ته اړتیا وه ترڅو اړین بدلونونه په لاره واچوي او له دې سره د افریقا د اتحادیې د زیږیدو شیبه راورسیده.»

د جنوبي افریقا د دوربان په ښار کې په ۲۰۰۲ کال کې د افریقا د یووالي سازمان نوم په « افریقايي ټولنې» واړول شو. له دغه بدلون سره د نوموړې اتحاديې غړي دولتونه د یوه نوي ګډ هدف له پاره هڅې کوي. هغه دا چی سیمه ییز ادغام باید ژبني او اقتصادي خنډونه له منځه یوسي او ورو ورو د دیموکراسي کیدو پروسې ته لاره هواره کړای شي.

که څه هم اوس د دغې ټولنې چارواکو د هغې د پیاوړي کولو ژمنې کړې دي خو د سومالیا، مالي او د افریقا د وچی د یو شمیر نورو هیوادونو کورنيو ستونزو د افریقايي ټولنې ۵۰ کالیزه تر خپل سیوري لاندې راوستې ده.